قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، له پاکستان نه، په کویټه کښې د ایران کلتوری سازمان په همت د زیارت په ورځ ۱۲ بهمن باندې د سباوون لسیزې لومړۍ ورځ د دغه ښار په هزاره ټاون سیمه کښې د شهید محمد منتظري په کتابتون کښې پرانیستا کېږي.
د شهید منتظری کتابتون غونډې مشر حجت الاسلام اسدی او اخلاقی په دې نندارتون پیل کولو کښې همکارې لري او په دغه نندارتون کښې د ایران په مختلفو میدانونو او صنعت کښې د پرمختګ انځورونه عمومي نندارې ته وړاندې کوي.
په دې مراسمو کښې د ایران کلتوری سازمان مشر کوروش عقدایی د صنعتونو او انځورونو په اړه توضیح ورکوي.
په کویټه کښې د ایران هنري او کلتوری نندارتون به د محمد منتظري په کتابتون کښې تر درې ورځو ټولو خلکو لپاره ادامه لري او د پرانیستا مراسم به یی د کویټه ښار شیعیانو امام جمعه اسدی، د شهید محمد منتظری کتابتون مشر اخلاقی، په کویټه کښې د ایران سیاسي قونسلګرۍ مشر صیدی، په کویټه کښې د ایرانی مدرسو مشر او استادان او د هزاره ټاون سیمې محصلان شتون لري.