IQNA

د ایکنا سره په مرکه کښې څرګنده شو؛

د فلیپین په قرآنی مقابلو کښې د ایران محوري رول/ ژباړه صفار زاده؛ ترټولو ښه هدیه

0:07 - February 28, 2018
د خبر لمبر: 3481076
نړیواله ډله: په فلیپین کښې د ایران کلتوری سازمان مشر د دغه هیواد په قرآنی مقابلو کښې د ایران د محوري رول په اړه وویل: د ایران کلتوری سازمان به دغه مقابلوکو کښې مهم رول لرلو او فلیپینیانو له دې همکارۍ استقبال وکړو.
د ایکنا راپور له مخې، د فلیپین قرآن کریم قرائت مقابلو ۴۳ دوره چې تېره هفته د ایران کلتوری سازمان او د دغه هیواد مسلمانانو چارو وزارت او د حضرت محمد صلی الله علیه و آله دارالقرآن همکارۍ سره د مهارلیکا مسلمان مېشته سیمې د جومات په فنی روزنو سالن کښې پیل شو.
په دې مقابلو کښې مسلمانانې له مختلفو برخو لکه د نیله جومات د حضرت محمد صلی الله علیه و آله دارالقرآن نه ۸ کسان چې د کلتوری سازمان او د فلیپین مسلمانانو ملي کمیسون له اړخه د مشترکه  پروژې په عنوان د قرآن کریم ښودنې سره ځانګړتیاوې لري ګډون کوي.
د ایران په دغه مقابلو کښې مهم رول ته توګه سره په دې اړه په فلیپین کښې د ایران کلتوری سازمان مشر محمد جعفري ملک ایکنا سره په مرکه کښې دارنګه وویل:
لومړي خو د دې مقابلې به اړه توضیح راکړي، په مقابلو کښې څو کسانو ګډون وکړو؟
د دې کال په مقابلو کښې د مانیل مشهور له قاریانو ۳۰ کسان له سړو نه او ۱۵ له ښځو نه ګډون وکړو، د دې دورې قاریان د دغه هیواد له مختلفو برخو نه وو او کسان چې د کلتوری سازمان او د فلیپین مسلمانانو ملي کمیسون له اړخه د مشترکه  پروژې په عنوان د قرآن کریم ښودنې سره ځانګړتیاوې لري ګډون کړي وو.
دا مقابلې د «قرآن د افراط ګرۍ او تاوتریخوالی په مقابله کښې» شعار سره پيل شو او د مسلمانانو د چارو کمیسون غړو په دې کښې تقریرونه وکړل او همدارنګه ما د ایران کلتوری سازمان مشر په توګه د قاریانو په غونډه کښې د انقلاب ستر لارښود آیت الله خامنه ای سپېځلې ویناوې هم وړاندې کړي او د فلیپین جنوب حالات، افراط ګري او ترهګري نور هغه موضوعات وو چې ما خپل تقریر کښې وړاندې کړل.
د فلیپین مسلمانانو چارو وزارت له غړو کیم ادریس د مقابلې شعار ته اشارې سره وویل: مونږ مسلمانان له افراط ګرۍ چې اصل یی له وهابیت څخه دی، په تکلیف کې یو.
آیا د فلیپین شخصیتونو او چارواکو له نږدې نه مقابلې وکتلې؟
هو، د فلیپین مسلمان شخصیتونه او چارواکې لکه د فلیپین هیواد سیمو مسلمانانو چارو مشر عبدالرحیم اینجا، د نیله جومات ادارې چارو مشر جاجوری آراسا، د مهارلیکا مسلمانانو مېشته سیمې د مسلمانانو ستر امام عالم سید، د فلیپین د امامانو شورا مشر عالم سعید احمد باسهر، د مسلمانانو چارو وزارت ستر مشر ځای ناستې ابوبکر سالسالونا(salsaluna)، د مسلمانانو چارو کمیسون کلتوری چارو مشر لامان پیان( laman pian)، او دارنګه نور مسلمانانو روڼو او خویندو په دې مقابلو کښې شتون لرو.
د دې مقابلو د داروانو کمېټه په اړه ووایې چې څو کسان وو؟
د فلیپین پنځه مشهور استادانو د داورانو په کمېټه کښې شتون لرلو چې د فلیپین نړیواله قاري استاد سلیمان، استاد کماروالدین، علی ابوبکر مطیع، خالد مطلبن او نقیب طاهر شامل وو چې د دې کال د مقابلو داورانو په کمېټه کښې شامل وو.
په مقابلې کښې د ګډون لپاره د قاریانو انتخاب څرنګه کېږي؟
په مقابلو کښې د ګډون لپاره د قاریانو انتخاب څه دارنګه دي چې د مختلفو سیمو نه د مسلمانانو چارو کمیسون له لارې په دې مقابلو کښې د ګډون لپاره د قاریانو انتخاب کېږي.
د ایران کلتوری سازمان د مسلمانانو چارو کمیسون سره څرنګه همکاري لري؟
د ایران کلتوری سازمان د مسلمانانو چارو کمیسون سره د نیله جومات دارالقرآن په واسطه همکاري کوي او په دې وخت کښې د کمیسون مشر هم بدل شوي او یو بل کس د تېر مشر په ځای راغلې دی او مونږ هیله لرو چې دا همکاري به په راروان وخت کښې هم د قرآن کریم په حوزه کښې وده وکړي.
د ایران کلتوری سازمان نه د قرآن په مقابلو کښې لمانځنه وشوه د هغې په اړه توضیح راکړي؟
هو، په دې پروګرام کښې د مسلمانانو چارو کمیسون له اړخه د ایران کلتوری سازمان نه لمانځنه وشو، همدارنګه د مسلمانانو چارو کمیسون کلتوری فعالیتونو مشر لامان پیان خپل تقریر کښې د قرآن کریم مقابلې پیل کولو په اړه وویل: جمهوری اسلامی ایران یواځې هغه هیواد دې چې په نړۍ کې د قرآن مقابلې په ښکلې صورت او بې له څه تبعیض نه پيل کوې. او مونږ دلته د فلیپین مسلمانانو چارو کمیسون په عنوان له دې ورڼو لمانځنه کوو او مننه یی کوو.
http://iqna.ir/fa/news/3694209 
captcha