IQNA

د میانمار رسنۍعتراف وکړو؛

د ۹۰٪ روهینګیا مسلمانانو مهاجرت

10:14 - March 03, 2018
د خبر لمبر: 3481081
نړیواله ډله: د میانمار رسنۍ اعتراف کړي چې د دې کال له دریم شهریور نه تراوسه ۹۰٪ د راخین ولایت روهینګیا مسلمانانو د ځواکونو د ظلم او زیاتۍ نه تېښتې ته مجبور شوي.
د ۹۰٪ روهینګیا مسلمانانو مهاجرتد ایکنا راپور له مخې، د الجزیره خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د میانمار مستقل  ورځپاڼه براوادی لیکې: په میانمار کښې د روهینګیا مسلمانانو پاتې کسان له ۷۹ زره کسانو نه زیات نه دي.
د اخیرنې شمېري او د غیر حکومتی نړیواله موسسو د اطلاعاتو پر اساس، د روهینګیا مسلمانانو مهاجرت د بودایی ملېشه او ځواکونو له اړخه ظلمونو او زیاتۍ چې له تېرو شپږو میاشتو د مسلمانانو مېشته سیمو کښې پیل کېږي په تېښته مجبور کړي، په دغه مسلمان مېشته سیمې کښې د مسلمانانو شمېر تر ۷۶۷ زره کسانو وو. خو ولی د روهینګیا سرچینې په راخین ولایت کښې د مسلمانانو شمېر تر یو ملیون کسانو نه زیات ښودلي دي.
د ملګرې ملتونو سازمان ډاکټرانو پر اساس، یواځې په یوې میاشته کښې تقریبا ۹ زره کسان له روهینګیاؤ نه قتل شوي دی چې دا شمېر د محلی او نړیواله سرچینو له اړه تر زرګونو مسلمانانو قتل ته رسېدلي دي او د ملګرې ملتونو نړیواله سازمان هم په بنګلادېش کښې د روهنیګیا کډوالو شمېر تر ۸۲۶ زره کسانو اعلان کړي.
هم په دې اړه د اروپا اتحادیه هیوادونو بهرنې وزیرانو د میانمار د ځواکونو چارواکو خلاف چې د روهینګیا مسلمانانو په قتل کښې یی لاس لرلو، د بندیز لپاره موافقه اعلان کړې.
د اتحادیه اروپا هیوادونو بهرنې وزرا د میانمار امنیتي ځواکونه باندې په دغه هیواد کښې د بشري حقوق نه سر غړونه سره په میانمار باندې د وسلې خرڅ او د وسلو بندیز اعلان سره خپل موافقه څرګنده کړي.
http://iqna.ir/fa/news/3695056
captcha