د ایکنا راپور له مخې، د DNAIndia خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا نندارتون به د ګل په ورځ خپل کار شورو کوي او د مارچ میاشتې تر اخیره (۱۲ فروردین) به پیل کېږي.
د قرآن کریم دیارلس لاس لیکلې نسخې چې په مختلفو خطونو کښې، د ثلث، کوفي، نسخ، ریحان او بیهاري خطاطی کښې لیکلې شوي په دې نندارتون کې وړاندې کېږي. د دې نسخو لرغونتوب د اتم نه تر نولسمې پېړۍ رسي.
په دې کښې ځنې نسخې د هند باچاهانو په حکم سره په مختلفو وختونو کښې په مختلفو خطاطی کښې او مختلفو هنرونو سره لیکلې شوي، دا نندارتون لسم نندارتون دی چې د هند ملي موزه د هغه څه چې په دې موزه کښې ساتلې کېږي په عمومي توګه یی خلکو لپاره وړاندې کوي.
http://iqna.ir/fa/news/3695411