IQNA

د طالبانو په وړاندې د امریکې د نرمښت وجه

6:49 - March 26, 2018
د خبر لمبر: 3481128
نړیواله ډله:امریکا په یولړ داسې اقداماتو کښې رول لوبولی شي چې طالبان خپلې وسلې وسپاري او یوځل بیا افغان ټولنې ته ستانه شي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، ایسوشیئیټډ پریس په افغانستان کښې د ناټو او امریکايي ځواکونو د قومندان جنرال جان نکلسن له قوله لیکلي دي: امریکا په یولړ داسې اقداماتو کښې رول لوبولی شي چې طالبان خپلې وسلې وسپاري او یوځل بیا افغان ټولنې ته ستانه شي.
د ایسوشیئیټډ پریس د رپورت له مخې، افغانستان او امریکا په یوې ګډې طرحې کار کوي چې د ترهګرو ډلو له لیسټه د ځینو ډلو د نومونو ایستل، مالي مرستې او د یو داسې سیسټم جوړول پکښې شامل دي چې تندلاري قانع کړي او د امریکې په هوايي حملو کښې د وژل کیدو پر ځاې خپلې ټولنې ته ستانه شي.
جنرال نیکلسن همداشان مدعي شوی چې د تندلارو ځیني غړي غواړي خپل عادي ژوند ته ستانه شي او کندهار ته لاړ شي. د هغه په وینا، طالبان له شپاړس کلن جنګه ستړي شوي دي او د هغوي ځینې ډلګۍ د خبرواترو پر میز کښیناستو ته چمتو دي. په همدې وجه د ایسوشیئیټډ پریس په لیکنه، ځیني طالبان خپلې وسلې د حکومت ځايي چارواکو ته سپاري او داشان له طالبانو سره ژمنه کیږي چې نه به نیول کیږي او افغان ټولنې ته د ستنیدو فرصت به ولري.
جان نیکلسن په عین حال کښې بي، بي، سي ته په یوه مرکه کښې مدعي شو چې روسیه نه یوازې له طالبانو سره مرسته کوي بلکې هغوي ته وسلې هم ورکوي. دی مدعي ادعا کوي چې په افغانستان کښې یې د روسیې فعالیتونه لیدلي دي. جنرال نیکلسن مخکښې هم څوڅو وارې روسیه طالبانو ته د وسلو په ورکولو تورنه کړې ده خو روسیې د دا ډول تورونو په ردولو سره له طالبانو سره اړیکه ټینګول منلي خو د دغه هیواد چارواکي وايي چې دا اړیکه د افغانستان له حکومت سره د صلحې خبرواترو ته د طالبانو د هڅولو په موخه ده.
تهران راډیو د جنرال جان نیکلسن د څرګندونو په هکله د افغانستان او سیمې د چارو د تکړه کارپوه او لیکوال قاضي محمد حسن حقیار صیب نظر د ټیلیفون په لیکه وپوښته چې دوي په ځواب کښې وویل: د طالبانو په وړاندې د امریکې شاتګ ته باید له څو اړخونو وکتل شي. وړومبی دا چې امریکایانو ته ثابته شوې ده چې په افغانستان کښې له پوځي لارې خپلو موخو ته نه شي رسیدی نو په دې وجه اوس غواړي له طالبانو سره د خبرواترو ور پرانزي څو وتوانیږي چې هم جنګ پاې ته ورسوي یا یې تر خپل کنټرول لاندې راولي او هم په افغانستان کښې خپلې سټراټیجکې ګټې خوندي کړي.
دویمه دا چې د چین، روسیې، ایران، پاکستان او د مرکزي آسیا د هیوادونو حتی ترکیې لخوا د امریکې د سلطې خلاف یوه سیمه ایزه اجماع په رامینځته کیدو ده او امریکا له دا ډول ائتلاف څخه سخته په ویره کښې ده او په دې وجه غواړي په هره طریقه چې وي، طالبان په بشپړه توګه یا ترې نیمايي برخه د مذاکرې میز ته کښینوي او د هغوي لپاره یې ډیر امتیازات هم په نظر کښې نیولي دي. او یا هم طالب ډله په سختو داخلي اختلافاتو اخته کړي.
دریمه دا چې امریکا په افغانستان کښې د داعش په پروژه کښې هم کامیابه نه شوه. د افغانستان په ختیځ کښې داعش اوس مخکښنې قدرت نه لري. د هیواد په شمال کښې هم له داعشه د امریکې تمې د هغې د غوښتنې په اندازه نه دي پوره شوې.
ښاغلي حقیار د جنرال جان نیکلسن لخوا طالبانو ته د وسلو د ورکړې په هکله پر روسیې د پورې شوي تور په باب هم وویل: د امریکې او روسیې ترمینځ سوړ جنګ لا هم روان دی، روسیې په تیرو دوو کالو کښې له طالبانو سره اړیکه ټینګه کړه څو هغوي د افغانستان له حکومت سره خبرواترو ته وهڅوي خو دا کار د امریکې لپاره د منلو وړ نه دی او ویلې شو چې امریکې په افغانستان کښې هم له پوځي نظره او هم له سیاسي نظره ماتې خوړلې ده او د روسیې په شمول د نورو هیوادونو په تورنولو سره خپله دا ماتې توجیه کوي او وايي چې دا هیوادونه طالبانو ته وسلې ورکوي حال دا چې طالبان وسلو ته ضرورت نه لري ځکه چې هغوي یا په خپلو حملو او یا په معاملو سره خپلې وسلې د افغانستان د امنیتي ځواکونو له پوسټو او اډو څخه ترلاسه کوي.

http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i67914

captcha