IQNA

«ایرانیو سامانونو د ملاتړ» د رهبرۍ سترمقام ۱۳۹۷ لمریز کال نوم وټاکلو

23:17 - March 26, 2018
د خبر لمبر: 3481132
نړیواله ډله: که ملي تولید د ټولو په تعقیب او همت سره ګړندی شي د خلکو ډیر معیشتي مشکلات او د روزګار او پانګه ونې مسالې به هوارې شي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ۱۳۹۷ هجری لمریز کال د پیلیدو په مناسبت، ټولو وطنوالو او ایرانیانو په تیره بیا د شهیدانو کورنیو، سرښندونکو، ځوانانو، او زلمکیانو ته چې د هیواد هیلې او د علمی حرکت مخ کښان دی د مبارکۍ په وړاندې کولو، او د یو خوښ او خوږ نوروز او له خیر او برکته ډک کال په هیلې سره، نوی کال د « ایرانیو سامانونو د ملاتړ» کال ونوماوه.
ایت الله خامنه ای د ۱۳۹۶ کال د ټیټو هسکو او خوږو ترخو په یو جاج سره دغه کال د ایرانی ولس د عظمت، اقتدار او په ډګر کې شتون کال وباله او زیاته یې کړه: د تیر کال په لومړیو کې تر څلویښتو میلیونو زیاتو کسانو د ولسمشرۍ او شوراګانو په انتخاباتو کې ډیر ښه لوی، بریښوونکی او معناداره شتون درلود او دغه شتون د بیت المقدس په لاریون، د مرغومی د نهمې په لاریون او د سلواغې د دوه ویشتمې په لاریون کې دوام ومونده.
دوی د کال په وروستیو میاشتو کې د ناکرارۍ د جوړولو لپاره د دښمنانو ناکامو هڅو او پلانونو ته په اشارې سره ، د بلواوو په وړاندې د ایران د خلکو رضاکارانه لاریونونه په ټولو ډګرونو کې د ایران د ستر، بصیر، چټک، او هردم تیار ولس دشتون نښه وبلله او زیاته یې کړه: د ایران ولس او حتی هغه کسان چې غوښتل یې بلواوې دهغوی په نوم ختمې کړې د بلواګرو په وړاندې ودریدل او په دغه پیښې سره د ایران د ولس سترتوب تر پخوا زیات روښانه شو.
ایت الله خامنه ای په تیر کال کې د اسلامی جمهوریت یوه بله بریا، « په فرصت د سیمه ایزو ګواښونو بدلول» وګڼل او وې ویل: د سیمه ایزو ګواښونو یو هدف ایران ته تاوان رسول وو خو اسلامی ایران نه یوازې هغوی ته د دې اجازه ورنه کړه چې دغه ګواښونه هیواد ته کوم تاوان ورسوی بلکې هغه یې په فرصت بدل کړل.
دوی د ۱۳۹۶ کال د شعار چې « مقاومتی اقتصاد، تولید او روزګار پیدا کول» وو، د تحقق لپاره شوې هلې ځلې یو بل مثبت او هیله منوونکی ټکی وباله او زیاته یې کړه: د تولید او کارپیدا کولو لپاره ښه کار وشو او شعار تر یوه حده عملی شو، البته ډیر کارونه پاتې دی چې باید د دغه شعار ترکامل تحققه جاری وساتل شی.
د رهبرۍ ستر مقام په نوی کال کې د خلکو د حرکت د لرلیدو په بیانولو سره وویل: زه د کال په شعارونو کې معمولا مسوولانو ته خطاب کوم خو سږ کال مې مخاطب ټول ولس منجمله چارواکی دی او ټولو باید سخت کار او هڅه وکړی.
ایت الله خامنه ای د سږ کال اصلی مساله هم د تیرو کلونو په شان د خلکو د اقتصاد او معیشت مساله وبلله او او د اقتصادی ستونزو په هواری کې د اساسی چورلیز په توګه پر ملی تولید په ټینګار سره یې وویل: که ملی تولید د ټولو په تعقیب او همت سره ګړندی شی د خلکو ډیر معیشتی مشکلات او د روزګار او پانګه ونې مسالې به هوارې شی او ټولنیز تاوانونه به تر ډیره حده کم شی، په همدې اساس د سږ کال نوم او شعار مې «له ایرانیو سامانونو ملاتړ» ایښی دی.
دوی په حضرت بقیة الله امام مهدی عج الله تعالی فرجه الشریف په درود او د امام خمینی په پاک روح په سلام سره ، د معنویت له پسرلی یعنې د زبرګې ، شعبان او روژې له میاشتو سره د طبیعت د پسرلی هم مهاله کیدل د ولس د ماد یاو معنوی ودې او غوړیدا لپاره یو فرصت وباله.

http://parstoday.com/ps/news/iran-i67786

captcha