IQNA

د قطر د مقابلو په اخیرنۍ مرحله کښې  نړۍ سل قاریان

20:52 - May 29, 2018
د خبر لمبر: 3481233
نړیواله ډله: د کتارا جایزه قرآن تلویزون مقابلو د دویمې دورې په اخیرنۍ مرحلې کښې د نړۍ له بېلابېلو هیوادونو نه په قطر کښې ۱۰۰ قاریان مقابله پیل کوي.

د ایکنا راپور له مخې، د پنینسولا خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د قطر په پلازمینه دوحه کښې د کتارا کلتوری ښار د دې مقابلو کوربه دي.
په لومړني پړاو کښې ۱۴۲۹کسان له ۵۵ هیوادونو نه په دې تلویزون مقابلې کښې ګډون کړي وو چې له منځه یی ۱۰۰ کسان اخیرنۍ مرحلې ته لاره پیدا کړه.
په لومړۍ مرحله کښې، هر ګډون کوونکې باید درې برخو کښې د قرآن کریم آیتونه تر پنځه دقیقو پورې تلاوت کولو چې هر یوه برخه باید د ترتیل په شکل او دوه نورې برخې د تجوید او د معروف مقاماتو پر اساس وه او خپل ویډیو به یی د مقابله پیل کوونکې کمېټه ته لېږلو.
د اخیرنۍ مرحلې مقابلې، له مخکېنۍ مرحلې، په تدریجي توګه له قطر تلویزون نه خپرېږي. همدارنګه ټاکل شوې چې د ټول قرآن کریم یوه CD د ګډون کوونکو له اړخه تیاره شي.
په دې مقابلو کښې د ګټونکو نومونه به ۲۶ رمضان باندې اعلان کېږي.
د پیل کوونکو د اعلان پر اساس، لومړي مقام ترلاسه کوونکې ته به ۵۰۰ زره د قطر ریال او دویم نه تر پنځم مقام ترلاسه کوونکو ته به ترتیب سره ۴۰۰ زره، ۳۰۰زره، ۲۰۰ زره او ۱۰۰ زره قطری ریال ډالي کېږي.
د کتارا قرآن تلاوت تلویزوني نړیواله مقابلو په لومړي دوره کښې چې د تېر کال رمضان میاشته کښې پیل شوي وو، له لیبی، مصر، مراکش، او الجزایر ګډون کوونکو اوچت مقامات ترلاسه کړي وو.
http://iqna.ir/fa/news/3717940
captcha