IQNA

د روهينګيائي مسلمانانو په خلاف د ميانمار د فوځ د جنايتونو د تحقيقاتو غوښتنه

13:23 - June 02, 2018
د خبر لمبر: 3481237
نړیواله ډله: د روهينګيا د مسلمانانو په خلاف د ميانمار د فوځ او افراطي بودايانو د جنايتونو د قربانيانو د کورنيو په سلګونو کسانو د نړيوالې کيفري محکمې لخوا د دغو جنايتونو د تحقيقاتو غوښتنه وکړه.

د روئيټر د رپوټ له مخې په سلګونو روهينګيائي مسلمانانو چې د کورنۍ کسان يې د ميانمار د فوځ د وحشيانه جنايتونو له کبله وژل شوي دي په لاهه کښې له نړيوالې محکمې غوښتي دي چې  د دغې محکمې څارنوالۍ دې د روهينګيائي مسلمانانو د قتل عام او له ميانمار نه د بنګلادېش لوري ته د لکونو مسلمانانو د شړلو په باره کښې تحقيقات وکړي.

د ۲۰۱۷ کال د اګست له ۲۵ نېټې راهسېد ميانمار په راخين صوبه کښې په روهينګيائي مسلمانانو د دغه هېواد د فوځ او اورپکو بودايانو په حملو کښې له شپږو زرو نه زيات روهينګيائي مسلمانان ووژل شول او له اتوزرو زيات ژول شول او تقريباً يو ميلين تنه نور هم بنګلادېش ته کډه په سر شول.

http://parstoday.com/ps/news/world-i72510

captcha