IQNA

 د برلین اسلامی هنرونو موزې نه نېغ په نېغه کتنو امکان

20:17 - June 06, 2018
د خبر لمبر: 3481243
نړیواله ډله: د برلین پرګامون موزه، چې له ۱۱ زرو نه زیات د اسلامی هنرونو آثار نېغ په نېغه خلکو ته وړاندې کوي.

د ایکنا راپور له مخې، په آلمان کښې د ایران کلتوری سازمان نه په نقل، د پرګامون برآلین موزه د اسلامی نړۍ له شتمنو موزو نه ده او په دې کښې له ۵ زره نه زیات له ایران تاریخی اثر شتون لري.
د دغه موزې د اسلامی هنرونو بېلګه، ارزښتمنه آثار دې چې اسلامی نړۍ سره تړون لري او له اتمې پېړۍ نه تر نولسمې پېړۍ پورې آثار لري.
دا موزه د ایرانی آثار یو ښکلې برخه لرې چې د ایران کلتوری او تاریخی بېلابېل آثارو ته شامل ده. په دغه بېلګه کښې چې اوس نېغ په نېغه کتلې کېږي، په کښې د معماري، دستکاري، ګاڼې، سکې، او له اسلامی هیوادونو لکه ایران، اردن، ترکیه، سوریه، پاکستان، عراق او نورو اسلامی هیوادونو هنری او لرغونې آثار وړاندې کړي.
د دې بېلګې مهم آثار، د حلب کوټه ده، دا کوټه د اسلامی هنرونو نه ډکه ده چې لرغونتوب یی تر ۱۶۰۰ رسېږي چې دا ځای د عثماني په دور حکومت کښې د یو مسیحی تاجر د خوراک ځای وو.
د المشتی ماڼۍ ځای یو بل ښکلې اثر دی چې مینه لرونکې یی نېغ په نېغه ګورې، دا اثر د یزید زوی ولید ماڼۍ ده چې د عثمانی باچا له اړه آلمان ته ډالي شوي وو. 
په دغه موزه کښې د ایران مشهور آثار و نه د کاشان سنګ میدان د عمادالدین مشهور جومات محراب او د سعدی شیرازی د ګلستان یوه پاڼې ته شامل دې.
د تاریخی اسنادو پر اساس، د کاشان میر عماد جومات محراب د نړۍ لومړي سینګار شوی محراب دی. همدارنګه نور د دې موزې په ځانګړې آثارو کښې د لاس جوړ شوي او د کاخ الحمرا ګنبد ته اشاره کولې شو.
د نورې زیاتې اطلاع او په موزه کښې موجود آثار لیدلو لپاره دلته کلیک کړي.
http://iqna.ir/fa/news/3718769
captcha