IQNA

د يمن انصارالله : د يمن خلق د نړۍ له ډېر خطرناک ائتلاف سره مبارزه کوي

13:30 - June 27, 2018
د خبر لمبر: 3481272
نړیواله ډله: د يمن د انصارالله وياند د ملګرو ملتو په تور لېسټ کښې د سعودي په مشرۍ د عربي ائتلاف د نوم راوستلو په ردعمل کښې وويل: د يمن خلق د نړۍ له ډېرخطرناک او شرور ائتلاف سره د مبارزې په حال کښې دي.

د المسيره خبري سائيټ د رپوټ له مخې محمد عبدالسلام بېګا وويل، له يوډېر خطرناک ائتلاف سره چېد نړۍ اشرار يې غړي دي د مقابلې لپاره ديمن د خلقو پائېداري به د ټولې سيمې لپاره سټراټيجک تاثير ولري.

هغه وويل، سيمه او نړۍ د يمن د خلقو ستائنه کوي په دې وجه چې هغوي يې د سعودي ۰ صهيونېسټي او امريکائي ګډ ائتلاف له شر نه لرې ساتلي دي.

ملګرو ملتو په يو رپوټ کښې اعلان وکړ چې سعودي ائتلاف د يمن د نښتو په سيمو کښې د ماشومانو د حقوقو خلاف ورزي کړې ده. د ملګرو ملتو په رپوټ کښې د يمن هغو يو زر درې سوه ماشومانو مرګ ژوبلې ته اشاره شوې ده چې اکثر يې د سعودي ائتلاف د هوائي حملو قربانيان دي.

د دغه رپوټ له مخې سعودي ائتلاف د يمن په جنګ کښې د ۳۶۸ ماشومانو د وژلې ذمه واري په غاړه لري.

سعودي د  ۲۰۱۵ کال  د مارچ له  مياشتې راهسې د څو عربو هېوادونو د ائتلاف په قالب کښې او د امريکې په اشارې سره د عربي نړۍ ترټولو فقير هېواد يمن په خلاف پراخې حملې شروع کړې چې اقتدار ته د دغه هېواد د مستعفي ولسمشر د ستنولو په بهانه د خپلو سياسي زياتو غوښتنو او سپېرو اهدافو ته عملي جامه ورواچوي.

http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i74068

captcha