IQNA

د نورو دینونو احترام لپاره د جرمنی د مسلمانانو او یهودیانو هڅې

11:49 - June 28, 2018
د خبر لمبر: 3481277
نړیواله ډله: یو شمېر د جرمنی د جوماتونو امامان او ښځو په سایکلو باندې د دغه هیواد په سړکونو، د نورو دینونو ترمنځه دښمنې او مخالفت له منځه وړلو او د احترام پر ضرورت باندې تاکید کولو لپاره را وتلي وو.
د ایکنا راپور له مخې، د barla‌mane.com نه په نقل، یو شمېر ښځې او د جرمني د جوماتونو امامانو د احترام لپاره کتنه عنوان سره د جرمنی په برلین ښار کښې نښې لپاره په دغه تګ کښې ګډون وکړو او د دغه هیواد په سړکونو باندې په سایکلو سره د دینونو له یو بل احترام او له دښمنۍ او تاوتریخوالی ډډه کولو باندې تاکید وکړو.
دا تګ د ځنې دینی موسسو لکه د یو کور موسسه له اړخه حمایت شو او د مسلمانانو جوماتونو امامانو لپاره او د یهودیانو لپاره یی یو فرصت جوړ کړو. چې په هر یو سایکل یو د جومات امام او یوه یهودی ښځه سپاره وو.
آندره ګین، یو مسلمان مبلغ د دې اقدام چې ۲۵ سایکلو په ګډون سره پیل شو، په اړه وویل: مونږ د جوماتونو امامان او ښځې غواړو چې د ښو نښه وګرځو.
په دې تګ کې یو د جومات امام او یوه ښځه سره په یو سایکل سپاره وو، د دې تګ په هکله خاخام آذریاس ناخاما وویل: مونږ په دې لاریون کښې ګډون وکړو ځکه چې نړیوالو ته باور ورکړو چې مونږ د الله په عبادت کښې سره ګډ یو او هغه مونږ ټول پیدا کړي یو.
http://iqna.ir/fa/news/3725178
captcha