IQNA

د حضرت امام جعفر صادق (ع) د شهادت د کلیزې تسلیت ومنئ

23:24 - July 09, 2018
د خبر لمبر: 3481315
نړیواله ډله: د ایران په مشهد ښار کی د شیعیانو د اتم امام حضرت امام رضا علیه سلام سپیڅلی حرم د حضرت امام جعفر صادق علیه سلام د شهادت په کلیزه کی له زایرینو ډکیږی او هغو د نبی مکرم ص له پاکې کورنۍ سره خپله مینه او ارادت څرګندوی.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د ایران اسلامی جمهوریت د شیعیانو د مکتب مشر او شپږم امام حضرت جعفرصادق علیه سلام د شهادت د کلیزې په مناسبت په ویر او ماتم کې ډوب دې .
نن د ۲۰۱۸ میلادی کال د جولایی نهمه چی د ۱۴۳۹ هجری قمری کال د شوال ۲۵ نیټې سره برابره ده ، د ولایت د اسمان د شپږم ځلانده ستنوری حضرت امام جعفر صادق علیه سلام د شهادت د کلیزې ورځ ده .
د حضرت امام جعفر صادق علیه سلام د شهادت په شپه او ورځ د ایران مسلمان ولس په مذهبی ځایونو کې په شتون کی د ویر او ماتم دستورې ترسره کوی .
د ایران په مشهد ښار کی د شیعیانو د اتم امام حضرت امام رضا علیه سلام سپیڅلی حرم د حضرت امام جعفر صادق علیه سلام د شهادت په کلیزه کی له زایرینو ډکیږی او هغو د نبی مکرم ص له پاکې کورنۍ سره خپله مینه  او ارادت څرګندوی .
حضرت امام جعفر صادق علیه سلام په خپل برکتناک ژوند کی د درس د ټولګیو په جوړولو او د شیعیانو او اهل سنتو په شمول د اسلام د درستو پیروانو ته د ځواب ویلو لپاره د ځان په مرجع ګرځولو سره د اسلام په درستو پیروانو په منطق او استدلال سره د تشیع مکتب اقتدار ثابت کړ .
د دغه اقدام اغیز تر دې ځایه وو چی د اهل سنتو لویانولکه  شافعی ، مالک او ابوحنیفه په شان کسانو د حضرت امام جعفر صادق علیه سلام له محضره علم ترلاسه کړې دې .
ګرانو مینالو  د حضرت امام جعفر صادق علیه سلام د شهادت د کلیزې په مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو ، ازادی غواړو ته تسلیت وړاندی کوو .
http://parstoday.com/ps/news/iran-i74497
captcha