IQNA

دیمن پوځ دعربستان په پوځی اډې حمله وکړه

11:23 - August 24, 2018
د خبر لمبر: 3481461
نړیواله: د یمن پوځ او ولسی کمیټیو بیګا د سعودی عربستان په جنوب کښې دجیزان په المستحدث پوځی اډې د بلاسټیک توغندی برید وکړ .

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د یمن پوځ او ولسی کمیټیو بیګا دغه راز د سعودی عربستان د تیلو دملی شرکت ارامکو تاسیساتو ته نږدې په سره سمندر(Red Sea) کښې د سعودی رژیم په یوې (۱)سمندری اډې هم حمله وکړه .
دیمن پوځ او ولسی کمیټۍ هم کله نه کله د سعودی عربستان د ال سعود دیکتاتور رژیم د جنګی الوتکو او دتوپونو ډزو ته په غبرګون کښې ددغه هیواد په پوځی مرکزونو توغندی ولی .
په یمن دسعودی عربستان تیریو دغه هیواد د خواړو ، درملو او د اوبو له کمښت سره مخ کړی دی .
سعودی عربستان له متحده عربی اماراتو، اسرائیلو ، امریکا ، بریتانیا وغیره سره یوځاې په ټوله دنیا کښې د ترهګرو ډلو اصلی جوړونکی هیواد دی.
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i75850

captcha