IQNA

په سوریې کښې د ایراني سلاکارانو د شتون د دوام فیصله به د دواړو لورو لخوا کیږي

22:29 - August 26, 2018
د خبر لمبر: 3481467
نړیواله:د ایران دفاع وزیر په سوریې کښې د ایراني سلاکارانو شتون ته په اشارې سره چې د دغه هیواد د حکومت په غوښتنه دی، وویل: په سوریې کښې د ایراني سلاکارانو د شتون راتلونکی به د دواړو هیوادونو د چارواکو د ارادې په اساس وي.

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،جنرال امیر حاتمي نن د دمشق هوايي ډګر ته له رسیدو سره سم زمونږ خبریال ته په مرکه کښې، له ترهګرو ډلو سره په مقابله کښې د مقاومت د جنګیالیو او د سوریې د پوځ د وروستیو بریاؤ د مبارکۍ په ترڅ کښې زیاته کړه: په سوریه کښې د ایراني سلاکارانو په شتون باندې هیڅ دریمګړی اغیزه نه شي کولی.
جنرال حاتمي همداشان هغې موافقې ته په اشارې سره چې ټاکل شوې په دې سفر کښې یې د سوریې له دفاع وزیر سره لاسلیک کړي، څرګنده کړه: سوریه د کړکیچ له پړاؤ د تیریدو او د بیارغاونې پړاؤ د پیلولو په حال کښې ده نو دا موافقه لیک به د تهران او دمشق د دوه اړخیزې ملګرتیا، شتون او ګډون زمینه تعریف کړي.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i75909

captcha