IQNA

د برما د مسلمانانو خلاف جنایتونه دې د جزا په نړیواله محکمه کښې وڅیړل شي

23:40 - August 26, 2018
د خبر لمبر: 3481470
نړیواله ډله: د سویل ختیځې آسیا د پنځو هیوادونو د پارلیمانونو څه باندې ۱۳۰ وکیلانو په میانمار کښې د دغه هیواد د پوځ او تندلارو بودائیانو لخوا د روهینګیا مسلمانانو د ځپلو د کلیزې په درشل کښې، د جزا په نړیواله محکمه کښې پر دغو جنایتونو د غور او جاج اخیستنې غوښتنه وکړه.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ایرنا خبرونو ویبپاڼې لیکلي چې د ملایشیا، انډونیشیا، فلپاین، مشرقي تیمور او سنګاپور د پارلیمانونو ۱۳۲ استازو په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې د دغو پارلیمانونو ټول نمایندګان د جزا نړیوالې محکمې ته د میانمار د دوسیې په ورلیږلو د نظر اتفاق لري. د دغو هیوادونو پارلیماني نمایندګانو په خپله بیانیه کښې ټینګار کړی چې د برما د پوځ او تندلارو بودائيانو په عملیاتو کښې د روهینګیا قام پر مسلمانو ښځو او جینکو جنسي تیري شوي او د هغوي کورونه او کلي وسوزول شول او ډیر مسلمانان سخت ځورول شوي او تشدد پرې شوی دی.
ملګرو ملتو هم په یو رپورټ کښې د میانمار د لویدیځ په راخین صوبه کښې د روهینګیا مسلمانانو د هدفمنې وژلې او ځپنې د عملیاتو په غندلو سره د روهینګیايي مسلمانانو خلاف دمیانمار د پوځ اقدامات توکمیز توپیر او نسل وژنه وبلله او هغه یې د نړۍ ترټولو بد پوځ معرفي کړ.
http://parstoday.com/ps/news/world-i75871
captcha