IQNA

د امام علي نقي عليه السلام نېکمرغه ميلاد مو مبارک شه

23:25 - August 27, 2018
د خبر لمبر: 3481477
نړیواله:نن د ۱۴۳۹ هجري قمري کال د ذي الحجې ۱۵ چې د ۲۰۱۸ ميلادي کال د اګست له ۲۷ نېټې سره برابره ده د اسلامي نړۍ او د امامت د آسمان د لسم ځلانده ستوري حضرت امام علي نقي عليه السلام د نېکمرغه ولادت کليزه ده.

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،امام علي نقي (ع) په ۲۱۲ هجري قمري کال کښې له مدينې منورې ښار سره نزدې دنيا ته سترګې وغوړولې.
هغه حضرت د خپل بزرګوار پلار نهم امام جواد الائمه امام محمد تقي عليه السلام له شهادته وروسته د مسلمانانو د امامت او رهبرۍ ذمه واري په غاړه واخېسته.
«هادي» يعني هدايت کونکے د امام علي نقي (ع) له مشهورو القابو څخه دے.
امام هادي (ع) د اسلام د رښتينې ځلانده څېرې په معرفي کولو کښې زیات کوششونه وکړل.
هغه حضرت به د مختلفو عقيدتي او فکري مسائلو په باره کښې زياتې غونډې او اجتماع ګانې جوړولې او په دغو غونډو کښې به يې وړاندې کړې شويو پوښتنو، شکونو او شبهاتو ته ځوابونه ويل.
د امام علي نقي (ع) خدمت ته به د علم او ادب زيات بزرګان او لېوالان راغونډېدل او د هغه حضرت د علم او پوهې له بې پايانه سمندره څخه به يې ګټه اوچتوله.
امام علي نقي (ع) په ټولو مهمو انساني او اخلاقي صفاتو او فضيلت کښې د کمال په حد کښې ؤ. هغه حضرت په خپله زمانه کښې له ټولو لوړ، تقوا دار ، زغم لرونکے او د احترام وړ شخصيت ګڼل کېدۀ او په ښو اخلاقو مزينه فصيح، روانه او خوږه ژبه يې لرله. هغه حضرت به له خلقوسره ډېره مهرباني کوله او فقيرانو او حاجتمنو ته بخشش کونکے ؤ.
د ايران د اسلامي جمهوريت خداے خوښونکي خلق په جوماتونو ، مقدسو زيارتونو او سړکونو کښې په راغونډېدو سره د امام علي نقي (ع) د ولادت نېکمرغه ميلاد نمانځي.
مونږ هم په دې نېکمرغه موقعه د نړۍ ټولو مسلمانانو په تېره بيا د خداے د ګران رسول (ص) د اهلبېتو عليهم السلام مينه والو او تاسو قدرمنو اوريدونکو ته د زړۀ له کومي مبارکي وايوو.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i75936

captcha