د ایکنا راپور له مخې، د هافینګتون پوسټ نه په نقل، دا مراسم د کاناډا مسلمانانو ملي شورا په غوښتنې او د دغه ښار د جوماتونو همکارۍ سره پيل شو.
د تورنتو(IIT) اسلامی موسسې یو بنسټګر فرهاد خادم په دې اړه وویل: دا مراسم د ژوند په حرمت باندې ټینګار موخې سره پیل شو، همدارنګه دغه پېښه ممکنه ده د یو جومات او یا د یو کنیسه لپاره رامنځته شې خو ولی ژوند یو مقدس امر دی.
هغه وویل چې د کاناډا کبک مسلمانانو په جومات کښې د ډزو پېښې نه ورستو تېر کال مسیحیانو او یهودیانو د ټول هیواد له جوماتونو نه کړۍ چاپېرولو سره، مسلمانانو سره د همکارۍ اعلان کړې وو.
د الاسلامی امداد مشر عثمان خان هم وویل: مونږ ټول د الهي دینونو منونکې یو، مونږ باید عقیده ولورو چې د نورو خلکو سره د اړیکو لرلو په اړه د خپل عمل به خپل خالق ته ځواب ورکوونکې مونږ ټول سره روڼو او خویندي یو.
یو افراطی کس چې رابرت باورز نومیږي د شنبه په ورځ په پنځم آبان د امریکې د پنسیلوانیا ولایت په پیتسبرګ ښار کښې په کنیسه باندې برید کړې وو چې په کښې ۱۱ کسان مړه او یو شمېر زیات کسان ژوبل شوې وو.
http://iqna.ir/fa/news/3761285