IQNA

په ننګرهار ولایت کی د دووځان مرګو پشمول یولس داعشیان ونیول شول

23:11 - November 19, 2018
د خبر لمبر: 3481677
نړیواله ډله: په همداوروستیو کې دافغانستان په ختیځی ولایتونو کې د حکومت مخالفو وسلوالو په ضد دحکومتی مامورانو پاکونکی عملیات تر ډیره حده بریالی دی او په لسګونو داعشی اوطالب وګړی ئې وژلی اویا نیولی دی .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د افغانستان  دننګرهار دوالی ویاند عطا ا....خوګیانی نن غرمه  په یوه خبری ناسته کی وویل د ملی امنیت ادارې مامورانو په بیلابیلو سیمو کې په ځانګړو عملیاتو کی د دوو  ځان وژونکو پشمول یوولس داعشیان نیولی دی . نومونړی وویل نیول شوی کسان د ننګرهار کونړ لغمان او کاپیسا ولایت استوګن دی . ددغه خبری ناستی پر مهال نیول شوی کسان هم رسنیو ته وښودل شول  او پر خپلو جرمونو ئې اعتراف وکړ او د هغه کړنو یادونه یی وکړه چی د حکومتی ځواکونو پر خلاف یی  کول،  تیره ورځ پنځلس   داعشی   وسله وال دننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالی کی حکومتی ځواکونو ته تسلیم شوی دی . داپه داسې حال کې دی چې په همداوروستیو کې  دافغانستان په ختیځی ولایتونو کې د حکومت مخالفو وسلوالو په ضد  دحکومتی مامورانو پاکونکی عملیات تر ډیره حده بریالی دی او په لسګونو داعشی اوطالب وګړی ئې وژلی اویا نیولی دی .
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i78265
captcha