IQNA

هندوستان په سارک غونډه کښې د ګډون لپاره د پاکستان غوښتنه رد کړه

21:55 - November 28, 2018
د خبر لمبر: 3481711
نړیواله ډله: د هندوستان حکومت د سویلي آسیا د هیوادونو د سیمه ایزې ملګرتیا د اتحادیې SAARC په غونډه کښې د ګډون لپاره د پاکستان بلنه ونه منله.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، ایرنا د ټایمز آف انډیا ورځپاڼې په حواله لیکلي چې د نوي ډیلي حکومت په اسلام آباد کښې جوړیدونکې سارک سرمشریزې کښې د ګډون لپاره د هند وزیراعظم نریندر مودي ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت بلنه په دې پلمه رد کړه چې هند یو میلمه نه بلکې د دغې اتحادیې یو موثر غړی دی.د پاکستان د خارجه وزارت ویاند محمد فیصل پرون ویلي وو چې د سارک سرمشریزې د کوربه توب لپاره له اسلام آباد سره د نوي ډیلي له مخالفت سره سره هندوستان ته په دغه غونډه کښې د ګډون بلنه ورکول کیږي.
د ویلو ده چې د هند حکومت تیر کال هم په پاکستان کښې د سارک غونډې په بایکاټولو سره د دغې غونډې د ترسره کیدو مخه نیولې وه.
د ویلو ده ې د سارک سرمشریزې د ترسره کولو نیټه د هغې د ټولو غړو د رضایت او چمتووالي له اعلانیدو وروسته ټاکل کیږي خو دا کار تراوسه نه دی شوی. د جنوبي آسیا د سیمه ایزو ملګرتیا اتحادیه (سارک) یو سیاسي او اقتصادي سازمان دی چې هندوستان، پاکستان، افغانستان، بنګله دیش، سري لنکا، نیپال، مالدیپ او بوټان یې اته غړي هیوادونه دي. ایران او چین هم چې د سارک څارونکي غړي دي، پکښې د دائمي غړیتوب غوښتونکي دي.
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i78492
captcha