IQNA

داسې کار وکړئ چې دښمنان حتی د ایراني ولس د ګواښلو جرأت هم ونه لري

22:01 - November 28, 2018
د خبر لمبر: 3481713
نړیواله ډله: د اسلامي انقلاب معظم رهبر د سمندري ځواک قومندانانو ته وویل: چې څومره کوی شئ خپلې توانمنۍ او تیارۍ زیاتې کړئ څو د ایران دښمنان حتی د دې ستر ولس د ګواښلو جرأت هم ونه کړی شي.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د ایران د ټولو قواؤ مشر قومندان د اسلامي ایران د پوځ د سمندري ځواک د قومندانانو او مسئولانو په کتنه کښې ټینګار وکړ: چې څومره کوی شئ خپلې توانمنۍ او تیارۍ زیاتې کړئ څو د ایران دښمنان حتی د دې ستر ولس د ګواښلو جرأت هم ونه کړی شي.د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په دغه کتنه کښې چې د لیندې د اوومې نیټې یعنې د سمندري ځواک د ورځې په مناسبت وشوه، پر ځوان، مؤمن او انګیزه لرونکي انساني ځواک باندې تکیه کول د وسله والو ځواکونو په شمول د هیواد په ټولو برخو کښې د ستونزو د هواري کِلي وبلله او د څو چنده کار کولو او د تیارسیو د زیاتوالي په ضرورت یې ټینګار وکړ.
حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي د ایران د اسلامي جمهوریت په وړاندې د دښمنانو او سیالانو د پراخې جبهې لام بندۍ ته په اشارې سره وویل: د شاته پاتې والي د جبیره کولو د ضرورت ترڅنګ د دې حقیقت شتون د سمندري ځواک په شمول د نظام په ټولو برخو کښې د څوچنده او فوق العاده کار د ضرورت ښودونکی دی.
دوي د اسلامي انقلاب د بریالیتوب له پیل نه تراوسه پورې د پوځ په تیره بیا سمندري ځواک پرمختګونه ستر او حیرانونکي وبلل او زیاته یې کړه: د سمندري ځواک اوسنی نسل په خپل نوښت او توانمنیو ژور او پوخ ایمان لري او په سمندري بیړه کښې د سهند جنګي کشتۍ او د فاتح او غدیر اوبتلونو شاملیدل د ورځ په ورځ زیاتیدونکو پرمختګونو د امکان زیری ورکوي.
حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د ایران د وسله والو ځواکونو د چمتووالي زیاتیدل د دفاع او د دښمنانو د ویرې لامل وبلل او ویې ویل: د ایران اسلامي جمهوریت له چا سره د جنګ پیلولو نیت نه لري خو باید خپلې توانمنۍ دومره زیاتې کړي چې دښمن نه یوازې په ایران باندې له حملې ویره ولري بلکې په ډګر کښې د وسله والو ځواکونو د موثره شتون، اقتدار او پيوستون په برکت د ایران د ولس له سره د ګواښ سیوری هم لرې شي.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i78504
captcha