IQNA

د پاکستان سفيره: اسلام آباد له تهران سره د تعلقاتو د ژورتيا غوښتونکے دے

10:45 - December 17, 2018
د خبر لمبر: 3481765
نړیواله ډله: په ايران کښې د پاکستان سفيرې په ټولو زمينو په تېره بيا په اقتصادي او کلتوري برخو کښې د تهران او اسلام آباد په ملګرتيا تاکيد وکړ.

په ايران کښې د پاکستان سفيرې مېرمن رفعت مسعود له ايرنا سره په مرکه کښې په ديني، مذهبي، ژبني او کلتوري زمينو کښې د دواړو هېوادونو ترمېنځ زياتو اشتراکاتو ته په اشارې سره وويل، ايران او پاکستان په خپلو کښې سره ښۀ تعلقات لري او دغه تعلقات پکار دي له مخکې زياته پراختيا او ژورتيا پېدا کړي.

مېرمن مسعود د موسيقۍ، فېلم او تصوير په برخو کښې د ايران او پاکستان ترمېنځ د ګډو نندارتونونو او  فېسټيوالونو جوړول ضروري وبلل.

په ايران کښې د پاکستان سفير همدارنګ د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې ترهه ګريزې حملې ته په اشارې سره وويل، ترهه ګري د تهران او اسلام آباد مشترکه دښمنه ده او پاکستان په ځلونو له ايران سره د ګډو پولو د امنيت د ټينګولو لپاره د ملګرتيا په اړه چمتووالے اعلان کړے دے.

http://parstoday.com/ps/news/iran-i78991

captcha