ګلبدین حکمتیار وویل: د ۲۰۱۹ کال د اپریل د شلمې نیټې د ولسمشریزو ټاکنو په بهیر کښې د طالبانو ګډون به د یو داسې حکومت د جوړیدو سبب شي چې طالبان به یې هم په جوړیدو کښې رول ولري.
هغه څرګنده کړه: د طالبانو یوه غوښتنه له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو وتل دي او دا ډله د خپل هدف د پوره کولو لپاره کولی شي د افغانستان په انتخاباتي بهیر کښې له داسې ګوندونو سره ملګري شي چې په دې هیواد کښې د بهرنیو پوځیانو له شتون سره مخالف دي.
د افغانستان د حزب اسلامي مشر په عین حال کښې وویل چې د دغه هیواد سیاسي ګوندونه په یو بې پلوه هیواد کښې له طالبانو سره غونډې ترسره کولو ته چمتو دي.