IQNA

د مزدورانو لېږلو باندې د افغانستان او اماراتو تړون

0:24 - December 18, 2018
د خبر لمبر: 3481773
نړیواله ډله: د افغانستان ټولنیزه کارو او چارو وزارت د متحده عربي اماراتو سره دغه هیوادونو ته مزدوران لېږلو باندې تړون کړې.

د ایکنا راپور له مخې، د عربستان العربیه خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د دې تړون له مخې، د را روان کال نه د مزدورانو لېږل به شورو کېږي. د افغانستان ټولنیزه چارو او کار وزیر په دغه مراسمو کښې د کار مهاجرت ملي ستراتیژي اعلان سره وویل: به دغه ډګر کښې د متحده عربي اماراتو د هیواد چارواکو سره تړون ترسره شوې، همدارنګه په دغه اړه د عربستان چارواکو سره هم ډېر زر به تړون ترسره شي.
د افغانستان د ټولنیزه کار او چارو وزیر ټینګار وکړو: د دې هیواد حکومت هڅه کوې چې د بېکاره کسانو شمېر کم کړې او  د افغانیو مزدورانو او مزدورانو په قانوني توګه نورو هیوادونو ته لېږلو لارې اواره کړې. د کار او چارو د مهاجرت ملي ستراتېژي  وزارت مرسته کوې چې د افغانستان ماهره کار کوونکو لپاره په بهرنې هیوادونو کښې روزګار پیدا کړې.
افغانستان چې د مینځنې ختیځ یو فقیر هیواد شمېرلې کېږي؛ په دغه هیواد کښې جنګ شتون له امله بې کارۍ او د ناامني زیاته شوې، د افغانستان د حکومت د شمېرنې پر اساس، په دې حال کښې تر دوه ملیونه کسان په دغه هیواد کښې بې کارۍ سره مخامخ دی او هر کال دا شمېره زیاتېږي.
وایئ چې د افغانستان د شمېرنې مرکز پر اساس، په دغه هیواد کښې د بې کارۍ شمېر په کال ۲۰۱۵ کښې تر ۳۵٪ پورې او په کال ۲۰۱۶ پورې تر ۴۰٪ پورې پرمختګ کړې دې.

captcha