IQNA

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ تر دوه سوه میله زیاته وسله د ډایاک پروګرام ته وسپارله

22:59 - December 18, 2018
د خبر لمبر: 3481782
نړیواله ډله: چارواکي وایي دا وسلې یې په بیلابیلو وختونوکی د دولت له مخالفینو او نا قانونه او خپل سرو وسله والو څخه تر لاسه کړې دي.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د ننګرهار والي حیات ا... حیات د دې وسلو د سپارلو پر مهال وویل:  په دې دوه سوه شل میله وسلو کې یو سل او دیرش میله په بیلابیلو وختونو کې د دولت له مخالفینو او خپل سرو وسله والو څخه د پولیسو له لورې  تر لاسه شوې او خواوشاه اویا میله یې د سولې له پروسې سره د یو ځای شویو وسله والو مخالفینو څخه تر لاسه شوی ده.د ننګرهار امنیه قوماندان جنرال غلام سنایی ستانکزي هم وویل چې د یو سل او دیرش میله وسلو په تړاو یی  دیرش تنه نیولي او عدلي او قضایي ادارو ته یې معرفي کړي دي.  دغو ولایتی چارواکو ډاډ ورکړ چې دومره شمیر وسلو په ترلاسه کولو سره به دجنایي پیښو شمیر راکم او امنیت به ټینګ شي.
په ورته وخت کې  په ننګرهار کې د ډایاک یا نا مسوله وسله والو د بی وسلو کولو د ملي پروګرام مشر ډګروال غلام حسن صاب زاده وویل چې په روان کال کي ورته د ټول ختیځ زون په کچه ۸۲۰ میله سپکې او درنې وسلې سپارل شوي چې بیرته ترې امنیتي ځواکونه د هیواد نه دفاع په برخه کې کار اخلي. څه موده وړاندې د ننګرهار ملي امنیت ادارې هم لسګونه میله دا ډول وسلې یاد پروګرام ته سپارلې وې.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i79016
captcha