د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د طالب ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد تهرا راډیو ته په رالیږلي خبر وايي چې پرون د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ په ښار کې د دې ډلې استازو په یوه ځانګړې غونډه کې د سعودي عربستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو له لوړ پوړو چارواکو سره تفصیلي لیده کاته او غونډې تر سره کړې. هغه زیاته کړه چې په یادو غونډو کې له افغانستان څخه د نیواکګرو ځواکونو په وتلو او په افغانستان کې د امریکا او د هغې د انډیوالانو له لوري د روانو ظلمونو د مخنیوي په اړه خبرې وشوې او له یادو هیوادونو سره په افغانستان کې د امن او بیا رغونې په اړه هم نظرونه تبادله شول.
مجاهد همدارنګه وايي چې د یادو هیوادونو د استازو په ګډون د ورځې په پای کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له استازي زلمي خلیلزاد سره هم ابتدایي خبرې وشوې او نن به بیا هم د مذاکراتو په سلسله کې غونډې دوام کوي.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i79011