IQNA

دامریکاددفاع وزیراستعفی او دډونالډټرمب لړزیدا

23:22 - December 22, 2018
د خبر لمبر: 3481790
نړیواله ډله: دامریکا دوخت دفاع وزیر جیمز ماتیس چې د امریکا په پوځ کې زیات شمیر قوماندانانو هغه لیونی سپئ بالۀ، بلاخره هم له ډونالډټرمپ سره دملګرتیا له دوامه لاس په سر شو ا دسپینې ماڼۍ په سیاستونو په اعتراض کې دامریکا له دفاع وزارته څنګةشو .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، بلاخره د ا مریکا  په حکومت کې  د استعفی ګانو او څنګة کیدا څپې  د دغه هیواد دفاع وزیر هم  پرې نه ښود. دامریکا دوخت دفاع وزیر جیمز ماتیس چې د امریکا په پوځ کې زیات شمیر قوماندانانو هغه  لیونی سپئ بالۀ،  بلاخره   هم له ډونالډټرمپ سره د ملګرتیا له دوامه لاس په سر شو ا دسپینې ماڼۍ  په سیاستونو په اعتراض کې  دامریکا    له دفاع وزارته څنګ ته شو . 
 دغه فیصله  له سورئې  دامریکا ددرستو پوځیانو  دوتلو  دناڅاپی خبر له اعلانه یوه ورځ وروسته شوې ده .  دامریکارسندویو  وئیلی دی ، چې ټرمپ   له سورئې  دامریکائی پوځیانو  د  ویستلو   دخبر داعلانولو لپاره له جیمز ماتیس سره مشوره  نه وه کړې  او  دپنټاګان  د مشرۍ په څوکۍ  دهغه مخالفتونو ته  دامریکا ولسمشر  هیڅ توجه ونه کړه .  په عین حال کې ځینی ګمانونه  ددې ښودنه کوی ، چې  په روانو میاشتو کې  له عراق او افغانستانه  هم  دامریکا د درستو یا یوې برخې پوځیانو  دویستلو زمزمې ، د پنټاګان  دمشر لپاره  کار ختم کړ، څو  خپله استعفی   دامریکا ولسمشر ته ډالۍ کړی ، یواداسې موضوع چې   ډیره زر  هم ومنل شوه . .
 البته  دامریکا دولسمشر او دفاع وزیر ترمینځ  اختلافات ،  د اوسنی حکومت دجوړیدا هماغو لومړنیو شپو ورځو ته ورګرځی . وئیل کیږی ، امریکا ته  د ځینو اسلامی هیوادونو  د ښاریزو  دسفر د منع کیدا دفرمان دصادریدا په پیښې  او همداراز  دامریکا او جنوبی کوریا  دګډو مانورو د درولو او  له پناه غواړو سره  د مخامخیدا لپاره له میکسیکو سره  ګډو پولو ته د عسکرو  له لیږدولو سره     دامریکا دفاع وزارت مخالفت  کړی ؤ . په عین حال کې ډونالډټرمپ   دامریکا له بل هر ولسمشره زیات،   د دفاع وزیر او دپوځ  لوړپوړو قوماندانانو ته  بې پامی  کړې ده .
  داسې ښکاری    د ډونالډ ټرمپ لپاره  د ۲۰۲۰کال  د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې    بریالیتوب   وار  د  واره   د امریکا د پوځی اوامنیتی  چارواکو  له سپارښتنو لا مهمه  وی . ټرمپ هیله مند دی ،  له سورئې  د وتلو ،  له پولو د ورآخوا   دجنګونو د لګښتونو دکمولو  او  دپولو دامنیت دتامینولو په څیر  په ژمنو باندې په عمل  سره   دوه کاله  په وروسته راتلونکو انتخاباتو کې    د خپلو رایو   دله لاسه ورکولو  مخنیوی   کوی .  په عین حال کې  دغه شان  ځان ته مَزل  کول ،  د  حکومت  په داخل کې د بغاؤت  او  په کانګرس کې  دټرمپ د   ګوندی کسانو  د سختې غوسې  لامل شوی دی . د جیمز ماتیس  استعفی  هم  دامریکا په کانګرس کې د هردواړو  ګوندونو دغړو  غوسه راپارولې ده .  هغه هم په داسې شرائطو کې ، چې  نور د کابینې  یوه بل پوځی چارواکی اوجنرال  جان کلی  هم  د سپینې ماڼۍ د کارکونکو د کمیشن  د مشر  له مهمې څوکۍ استعفی ورکړې  او تر دط دمه   په ملګروملتو کې د امرکیا د  نمایندګۍ د  څوکۍ مسئولیّت هم مشخص  شوی نه دی .
 د امریکا یوه جمهوری سناتور  مارکو روبیو  وئیلی دی ،  دجیمز ماتیس  استعفی  په بشپړ ډول روښانه کوی ، چې  مونږ د دیوې سترې سیاسی تیروتی لړۍ  په لور  حرکت کوو ، چې  د مونږ هیواد به  له سختې خطرې سره مخامخ کړی ،  دمونږ ائیتلافونو ته  به تاوان ورسوی   او دښمنان به پیاوړی کړی .
 په هر حال  اوس  دامریکا بهرنی اوامنیتی سیاست  د ډیرو بلواؤ او شکمنو مرحلو  په څپانده سمندر کې غوټې وهی .  د ډونالډ ټرمپ  په  نمایندګۍ  داقتصاد ملی پالنې  بهیر   هڅه کوی ،  دامریکا  دنړیوالې ا مپراتورۍ  دروند پیټی  سپک   او کم کړی .،څو  د دغه هیواد د داخلی بیا رغاونې  امکان برابر شی .  په داسې حال کې چې ،  په امریکا کې   اصلی بهیر ،یعنی د مخینه لرونکو سیاستوالانو ،  د استخباراتی اواطلاعاتی ټولنې  دغړو ،  لوړپوړو پوځی قوماندانانو او   د ځینو رسنیدویو  پشمول  سیاسی تشکیلات  د غه شان کړچار ،  دامپراتورۍ  ددړې وړې کیدا  پیلامه ګڼی  او  ورسره مخالفت کوی .   د دغو دوو بهیرونو  مخامخیدنه ، وار د واره ،  د امریکا د دفاع وزیر  له استعفی  لاستربدلونونه   له ځان سره  درلودلی شی .
http://parstoday.com/ps/news/world-i79079
captcha