IQNA

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نامزدو نوم ليکنه شروع شوه

23:34 - December 22, 2018
د خبر لمبر: 3481792
نړیواله ډله: د افغانستان د انتخاباتو خپلواکه کمېشن د دغه هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نامزدو د نوم ليکنې د شروع کېدو خبر ورکړ.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د افعانستان د انتخاباتو د خپلواکه کمېشن مرستيال وياند عبدالعزيز ابراهيمي وويل، د دغه هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو د احتمالي نامزدو کسانو د نوم ليکنې چلند چې په سرکاري توګه له نن څخه شروع شو د راروان ۲۰۱۹ ميلادي کال د جنورۍ تر دويمې نېټې پورې به دوام ومومي.د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېشن همدارنګ لږ تر لږه د څلوېښت کلونو عمر لرل، د دوه ګونه تابعيت او د قضائي او غيرانساني محکوميت د مخينې نه لرل د دغه هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د نامزدېدو له شرائطو څخه اعلان کړل.
د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د دغه کمېشن لخوا د اعلان شوې نېټې له مخې ټاکل شوې ده د راروان ۲۰۱۹ ميلادي کال د اپرېل په شلمه نېټه جوړ شي.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i79106
captcha