د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د ایران داسلامی جمهوریت دملی امنیت دلوړې شورا منشی علی شمخانی پرون مازدیګر په کابل کې د افغانستان له ولسمشر اشر ف غنی سره په کتنې کې له ګاونډیو هیوادونو سره د هراړخیزو اړیکو پیاوړتیا اوپراختیا د تهران ثابت او دغه راز نه بدلیدونکی اصول وبلل او وې وئیل،ایران دافغانستان امنیت اوپرمختګ خپل امنیت اوپرمختګ ګڼی . شمخانی له اشرارو ،قاچاقبرو اوترهه ګرو ډلو خوځښتونو سره دمقابلې لپاره په ګډو پولو کې د بشپړ امنیت په ټینګولو کې دایران او افغانستان دوامدارو هلوځلو په ضرورت په ټینګار سره ووئیل ، دښمنان په منظمو اقداماتو کې افغانستان ته د داعشی ماته خوړلو ترهه ګرو دمنتقلولو او په دغه هیواد کې د تکفیری ترهه ګرۍ له پراختیا دملاتړ په خاطر د ګډو پولو دناکراره کولو هڅه کوی ،څو یو ځل بیا په سیمې کې د جنګ ، وینې بهیدا اوناکراریو د اوور لمبې پورته کړی . دافغانستان ولسمشر اشرف غنی هم په دغې کتنې کې له ترهه ګرۍ، منظمو جرمونو سره د مقابلې او دنشه ایزو توکو له قاچاق سره دمبارزې په حوزې کې د خوځښتونو دزیاتولو لباره دایران او افغانستان دامنیتی او اطلاعاتی ادارو ترمینځ د ګډو اوفعالو لارو چارو درامینځةکولو په ضرورت ټینګار وکړ.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i79224