IQNA

جنرل سلامي: په امريکه کښې سياسي عقل زوال ته رسېدلے دے

23:20 - January 04, 2019
د خبر لمبر: 3481830
نړیواله ډله: د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو جانشين قوماندان وويل، د امريکې ګواښونه څه اثر نه لري ځکه چې په دغه هېواد کښې سياسي عقل زوال ته رسېدلے دے او فوځي توان يې فرسوده شوے دے.

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ايرنا د رپوټ له مخې  جنرل حسين سلامي بېګا د ايران د فارس صوبې په کازرون ښار کښې وويل، امريکه نوره څلوېښت کاله مخکېنۍ امريکه نه ده، هم هغه ډول چې څلور لسيزې مخکې د يو منسجم سياست د غوره کولو وس يې نه لرۀ اوس يې هم نه لري.
جنرل سلامي د دې په بيانوولو سره چې په نړيوال نظام کښې د امريکې پوزيشن مخ په زوال دے وويل، د واشنګټن د چارواکو د هيلې په اپوټه د سيمې د مسلمانو ملتونو په خلاف د امريکې لګښتونو نن د مسلمانانو ترمېنځ د دوستۍ د رشتو له مضبوطيه، د سيمې د ملتونو له پاڅون، د اسلامي امت په پېکر کښې د جهادي روحيې له پياوړتيا او د اسلامي انقلاب او ولايت فقيه په محوريت سره د اسلامي هېوادونو له يوځاے کېدو نه بغېر څخه نه دي لرلي.
د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر جانشين قوماندان واضحه کړه، د ايران په خلاف د عراق له تپلي جنګه وروسته امريکې ټولې لارې وزمائلې او د نورو هېوادونو له تجربو يې هم ګټه پورته کړه چې د ايران خلق له انقلاب څخه منکر کړي او د ځوانانو د ترقۍ او پرمختګ مخه ونيسي خو ماتې يې وخوړه او د ايران د ملت په وړاندې يې د شاتګ به لاره زده تګ زده کړ.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i79435
captcha