IQNA

په کاپیسا ولایت کښې لسګونو تنو وسله والو مخالفینوته مرګ ژوبله واوښته

22:55 - January 06, 2019
د خبر لمبر: 3481841
نړیواله ډله: د افغانستان چارواکو په کاپيسا ولايت کښې پنځوسو تنو وسله والو مخالفينو ته د مرګ ژوبلې رسېدو خبر ورکړ.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، په ختیزو ولایتونو کښې د دوه سوه یو سیلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزے وایی په هغه عملیاتوکښې چې له تیرو پنځو ورځو راهسې د کاپیسا ولایت د نجراب په ولسوالۍ کښې د ملي اردو تر مشرۍ لاندې د افغان امنیتی ځواکونو له لورې پیل شوي پکې د نوموړي په وینا تر اوسه پنځه څلویښت تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او پنځه تنه نور ژوبل شویدي او همدارنګه شپږ تنه شکمن کسان هم نیول شوی دي. نوموړي وویل په عملیاتو کې زیاته اندازه سپکه او درنه وسله هم د امینیت ځواکونو لاسته ورغلې او ۲۶ کلي د وسله والو مخالفینو له شتون نه پاک شوي دي. محمد هارون یوسفزي وویل دا عملیات به په سیمه کې د بشپړ امنیت تر راوستلو پورې دوام وکړي وسله والو مخالفینو تر اوسه په دی اړه څه نه دي ویلي.
د دوه سوه یو سیلاب قول اردو ویاند دغه رنګ وویل دملي اردو ځواکونو په مشرې په د ننګرهارولایت په غني خیلو او مومندرې ولسوالیو کښې په روانو عملیاتو کې د نشه یی توکیو د تولید دوه فابریکې ویجاړې شوي او زیاته اندازه نشه یی او کیمیاوي توکي  د امنیتی ځواکونو له لورې له منځه وړل شویدي. یوسفزي وویل په دغو روانو عملیاتو کې د غني خیلو او مومندرې ولسوالۍ هغه سیمې چې له تیرو څوکالو راهیسې د وسله والو مخالفینو تر واک لاندې او دهغوې مرکزونه وو د هغوي له وجوده پاکې شوې او اوس پکې د امنیتی ځواکونو له لورې د امنیتي استحکاماتو چارې روانې دي.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i79483
captcha