د ایکنا راپور له مخې، د راډیو ازادۍ نه به نقل، د بلخ امنیه قومانداني په دې اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه، خو د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد ازادي راډیو ته وویل، نیول شوي ښوونکي د افغان ترک د هلکانو د ښوونځیو معلمان او افغانان دي.
د دې ښوونکو د نیولو علت تراوسه نه دی معلوم.
د افغان ترک د ښوونځیو یو شمېر ښوونکي وايي چې پولیسو د دې لېسو شااوخوا پنځوس تنه زده کوونکي او ښوونکي نیولي دي.
له دې ډلې شکرالله صمدي ازادي راډیو ته وویل چې پولیسو ۴۰ ښوونکي له تحقیقاتو وروسته خوشې کړل، خو لس تنه نور لاهم په توقیف کې دي.