IQNA

د ستنیدو د حق لاریون په ۴۴ جمعه ۴۴ فلسطینیان شهیدان او زخمي شول

13:17 - January 26, 2019
د خبر لمبر: 3481887
نړیواله ډله: د فلسطین د روغتیا وزارت بیګا په غزې تړانګه کښې د ستنیدو د حق د ستر لاریون په څلور څلویښتمه جمعه د یو فلسطیني د شهادت او د دري څلویښتو د زخمي کیدو خبر ورکړ.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د فلسطین د روغتیا وزارت بیګا په غزې تړانګه کښې د ستنیدو د حق د ستر لاریون په څلور څلویښتمه جمعه د یو فلسطیني د شهادت او د دري څلویښتو د زخمي کیدو خبر ورکړ.
د ایرنا د خبر له مخې د ستنیدو د حق پرونی لاریون (د محاصرې جنایت هغه دسیسه ده چې نتیجې ته به ونه رسیږي) تر عنوان لاندې ترسره شو.
د صهیونیسټي رژيم پوځیانو د فلسطیني مظاهره چیانو د ځپنې په مهال د جنګي ګولیو پر ډزو سربیره د فلسطینیانو خلاف اوښلن او زهرجن ګیسونه هم وکارول.
فلسطیني سرچینو ویلي چې لسګونه فلسطینیان د دغو زهرجنو ګیسونو په وجه د سا بندیدو له ستونزې سره مخ شول.
د ویلو ده چې د ستنیدو د حق صلحه ایز لاریون د تیر کار د مارچ په دیرشمه نیټه  په غزې تړانګه کښې د (ځمکې د ورځې) په مناسبت پيل شوی چې لاهم دوام لري او تراوسه پکښې لږترلږه ۲۵۵ فلسطینیان شهیدان شوي او څه باندې ۲۶ زره زخمي شوي دي.

captcha