IQNA

د طالبانو ۲۴ کسیزه ډله په کاپیسا کې د سولې بهیر سره یوځای شوی

22:08 - January 30, 2019
د خبر لمبر: 3481900
نړیواله ډله: په کاپیسا کې د وسله‌والو طالبانو ۲۴ کسیزه ډله د سولې له بهیر سره یوځای شوه.
د ایکنا راپور له مخې، د افغان غږ خبرې آژانس نه په نقل، د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي په دی اړه رسنیو ته ویلی چې دغه کسانو له څه باندې لسو کلونو راهیسې د کاپیسا ولایت په نجراب او تګاب ولسوالیو کې د دولت پر ضد وسله‌والو فعالیتونو بوخت وو.
د ښاغلي یوسفزي په خبره دغې ډلې له ځانه سره وسلې هم راوړي دي.
د طالبانو دغه ډله وایي، د دولت په وړاندې د څو کلنې جګړې څخه پښیمانه دي او پر نورو وسله‌والو مخالفینو یې هم غږ وکړ چې د سولې له پروسې سره یوځای شي.
دغه ډله داسې مهال د سولې پروسې سره یوځای شوه چې د قهر سیلاب ۳ په نوم پوځي عملیات د کاپیسا په نجراب، تګاب او اله‌سای ولسوالیو کې د وسله‌والو مخالفینو پر ضد دوام لري.
captcha