IQNA

په نیواکي قدس کښې یوه فلسطیني جینۍ شهیده شوه

22:17 - January 30, 2019
د خبر لمبر: 3481903
نړیواله ډله: د فلسطین روغتیا وزارت د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې د یوې پيغلې فلسطیني جینۍ د شهادت خبر ورکړ.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د فلسطین روغتیا وزارت نن وویل: د صهیونیسټي رژیم پوځیانو د سماح زهیر مبارک په نوم یوه ځوانه فلسطیني جینۍ په لویدیځه غاړه کښې د قدس ښار د ختیځ له الزعیم سرحد سره نزدې شهیده کړه.
صهیونیسټو پوځیانو ادعا وکړه چې دغې جینۍ په چاقو سره د مقاومتي عملیاتو د ترسره کولو نیت درلود.
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i80006
captcha