د ایکنا راپور له مخې، د ازادۍ خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا خونړۍ پېښه د سه شنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوې، کله چې وسله والو د پوليسو د ازموينې پرمرکز بريد ترسره کړ.د سيمې پوليس وايي، چې په بريد او د امنيتي ځواکونو له وسله والو سره د نښتې په نتيجه کې تراوسه دوه پوليس سرتېري وژل شوي او پنځلس نور ژوبل شوي دي.
ژوبل شوي کسان د بوري نظامي او سول روغتون ته وړل شوي، چې د ځينو حالت مرګونی دی. په ژوبل شويو کې شپږ ولسي وګړي او نهه پوليس سرتېري شامل دي.
د روانې جنورۍ مياشتې پرلومړۍ نېټه هم په ياده بوري سيمه کې وسله والو د استخباراتي ادارې پر دفتر بريد ترسره کړی وو. په بريد کې څلور د ادارې مامورين وژل شوی وو.
په بلوچستان په تېره بيا د ايالت په پښتنه سيمه کې د ناامنۍ نوې لړۍ پيل شوې او په دې وروستيو کې د بريدونو پېښي زياتي شوې دي.
خو ايالتي حکومت ادعا کوي چې وسله وال به هيڅکله هم خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي.