IQNA

طالبانو په فراه ښار کې د نجونو یوه لیسه سوځولې- ولایتي شورا

22:00 - February 01, 2019
د خبر لمبر: 3481910
نړیواله ډله: د فراه ولایتي شورا مرستیال نن له غرمې مخکې په ډاګه کړې، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه په فراه ښار کې د نجونو یو ښوونځی الوځولی؛ خو طالبانو دا عمل غندلی دی.
د ایکنا راپور له مخې، د آوا خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د فراه ولایتي شورا مرستیال دا هم ویلي، چې طالبانو لومړی د فراه ښار د ګنهکان اړوند د نجونو لیسه لومړی الوځولې او بیا یې سوځولې ده.
د فراه د پوهنې ریاست یو شمېر کارکوونکیو هم د پېښې پخلی کړی دی.
 طالب ویاند احمدي په فراه ښار کې پر چاودیدونکیو توکو د نجونو د ښوونځي الوځولو پر خبر تند غبرګون او په ډاګه کړې یې ده، چې د فراه ولایت په مرکز کې د ګنهکان د نجونو ښوونځی پر چاودیدونکیو توکو الوزول د طالبانو کار؛ نه، بلکې دا د دښمن کار دی او دوی دا عمل غندلی دی.
 
captcha