د ایکنا راپور له مخې، د افغانستان خبرونو تلوسه ویبپاڼې نه په نقل، چارواکي وايي چې پاکستان کې هرکال زره تنه د پت په نامه وژل کېږي.
د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې وايي چې د وژنو زياته شمېره په بلوچستان او سند ايالت کې مخ ته راځي خو داسې پېښې په پنجاب ايالت کې هم رامنځته کېږي، چې په کې مېرمنې او نارينه د پت په نامه خپل ژوند له لاسه ورکوي.
په دې وروستيو کې د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې په يوه خپاره شوي راپور کې ويلي، چې په دې هيواد کې هره مياشت شاوخوا سل تنه او هرکال زرتنه د پت په نامه په بېلابېلوسيمو کې وژل کېږي.
راپور زياتوي چې پر مېرمنو د تېزاب شيندلو پېښې، کورنی تاوتريخوالی، له خوښۍ پرته او په کم عمر کې د نجونو ودونه هغه ستونزې دي، چې اوس هم د دې هيواد مېرمنې ورسره مخامخ دي.
په دې هيواد کې اوس هم يويشت سلنه نجونې تر اتلس کلنۍ په کم عمر کې ودېږي،او په تېرو شپږو مياشتو کې د پت په نامه ترټولو زياتي مېرمنې په پنجاب ايالت کې وژل شوې دي.