IQNA

په بحرین کې د ولسی اعتراضونو پراختیااو دفرورۍد ۱۴د انقلاب کلیزه

21:41 - February 02, 2019
د خبر لمبر: 3481917
نړیواله ډله: د بحرین ولس پرون  ددغه هیواد په بیلابیلو ښارونوا و ښارګیوکې په مظاهروجوړولو سره په دغه هیواد کې د:انقلاب د  میاشتې : هرکلی وکړ .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، دبحرین دولس دپاڅون له اتو کلونو تیریدا سره سره ، د دغه هیواد ولس ، هماغه شان پخپلو مدنی غوښتنو پسې دی ، په داسې حال کې چې ولس ته دآل خلیفه رژیم ځواب میرمی ، دپانسۍ، زندان ، شکنجې او دغه راز د بحرینیانو د سپیڅلتیاؤ دسپکاویو او د سپیڅلو ځایونو د ورانولو د فرمان جاری کول دی .
دبحرین ولس د ۲۰۱۱ کال راهسې د آل خلیفه رژیم په ضد د ولسی انقلاب شاهد دی. 
  دبحرین ولس د آزادۍ،دعدالت دټینګیدا او دتوپیر دختمولو او په خپل هیواد کې د یوه منتخب  نظام واک ته د رسیدا  غوښتنه کوی .ددغه هیواد د انقلابیانو په وړاندې دآل خلیفه  رژیم کړچار،په امنیتی او ځپونکی سیاست  تکیه کول دی .
 د حکومت او ولس ترمنیځ  اساسی  درز او د داخلی  رواوالی کمیدا  لامل شوې ،څو  آل خلیفه رژیم  تل   دسیاسی رژیم  دامنتی او بقاء  د دوام لپاره  د په سیمه ایزو او له سیمې  په ورآخوا  لوبغاړو  په تیره بیا  د عربستان په مرتجعو او  د امریکا په شمول په لویدیځی  حکومتونو تکیه وکړی .
 دبحرین دولس دپاڅون  له اتو کلونو تیریدا سره سره ، د دغه هیواد  ولس ، هماغه شان پخپلو مدنی غوښتنو پسې دی ، په داسې حال کې چې ولس ته دآل خلیفه رژیم ځواب میرمی،دپانسۍ، زندان،شکنجې او دغه راز د بحرینیانو د سپیڅلتیاؤ دسپکاویو او د سپیڅلو ځایونو  د ورانولو د  فرمان جاری کول  دی .  دآل خلیفه  له ځپنو سره سره ،   په بحرین کې  ولسی پاڅون،نه یوازې دریدلی نه دی،بلکې کال په کال  لاپسې پراخ شوی هم دی.سږکال هم  د بحرین ولس  د فروروۍ د  څوارلسمې نیټې  دانقلاب  دکلیزې په درشل کې ،  دآل خلیفه رژیم  په ضدد  هر اړخیزو  ولسی  اعتراضونو شاهدان یوو .
 دبحرین ولس  د جمعې په ورځې  د دغه هیواد په بیلابیلوسیموکې  د مظاهرو په جوړولو سره  په بحرین کې د : انقلاب  میاشت :په نامې سره  دفرورۍ میاشتې هرکلی وکړ او دانقلاب  دلارې پر دوام ئې ټینګار وکړ .
 په دغه شان فضاکې دبحرین له ولسه په ملاتړ په  دغه هیواد کې د ولسی پاڅون د وضعیّت  په ستایلو کې د بحرین  د عالمانو اوشخصیتونو  د پیغامونو  شاهدان  هم یوو .
 په دې زمینې کې د  بحرین  یو نامتو دینی عالم او د ولسی پاڅون یوه رهبر  آیتا...شیخ عیسی قاسم  د دغه هیواد دحالاتو په باب  یوه اعلامیه صادره کړې اوټینګار ئې کړ ی دی ،  دبحرین ملت  دظلم  په وړاندې یو مقاومت کونکی او محترم  ولس دی ،چې هیڅکله هم ذلالت او مریّتوب  نه منی او پرخپل د ین،عزت،کرامت او آزادۍ هیڅ شی برلاسه نه ګڼی . شیخ عیسی  قاسم  په دوام کې وئیلی دی ، حقیقت ، عدالت او آزادی  د دغه ملت   دثابتو اصولو او همیشنۍ غوښتنې یوه برخه  ده  او دا نه هیروی ،  او ددې  ترلاسه کولو لپاره هیڅکله هم نه ستړیکیږی . .
 له آل خلیفه   رژیم سره دبحرین  د ولس تر ټولو اساسی او اصلی مشکل،په دغه هیواد کې موجود سیاسی  جوړښت  دی چې  د بحرین  د ولس ترمینځ  په درز  اوتفرقې اچونې او  ددیکتاتورۍ  په اساس  جوړ شوی دی .
 یر بحرین حاکم  رژیم،ددغه  هیواد ولس ، دبیان د آزادۍ ، سوله ایزو غونډو  او  دسیاسی ګوندونو اوډلو ټپلو  د جوړولو  په څیر له خپلو ټولو حقوقو محروم کړی دی  او د آل  خلیفه  دسیاستونو نتیجه  په بحرین کې د ساډوبۍ د فضاواکمنیدا ده ..
 یوې خاصې کورنۍ په نزد دشتمنۍ اوقدرت  انحصار او ښاریزو  په ضد د هغوی په وسیله د پراخو محدودیّتونو  اعمالیدا، یو تر ټولو مهم اواساسی دلیل ؤ چې د فرورۍ په څوارلسمه نیټه د بحرین دمظلوم  ملت دصبراو زغم دختمیدا  لامل  شو.  
 دبحرین ملت له درستو محدودیتونو او ځپنو سره سره،هماغه شان دخپلو  په حقه او رواغوښتنو  دپوره کیدا غوښتونکی دی  او په تیرو کلونو کې  ئې هیڅکله هم له خپلوموخو شاتګ  نه دی کړی.په بحرین کې داعتراضونو اومظاهرو پراختیاپه ولس کې دخپګان د سوئې  د زیاتیدا ښودنه کوی،چې  په هراړخیز ګډون،پیوستون او د اعتراضونو  په دوام  سره  او البته د شیخ عیسی قاسم  اوشیخ علی سلمان په څیر    د هوښیارو او منسجمو رهبرانو څخه  په برخمنیدا سره  بې ځنډه دوام لری .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i80076

captcha