IQNA

هلمند ولایت کې د طالبانو استخباراتو مسؤول سره د درو تنو وسله والو سره ووژل شو

23:36 - February 09, 2019
د خبر لمبر: 3481938
نړیواله ډله: د افغان ځانګړو ځواکونو د یوه هوایي برید په پایله کې د هلمند ولایت د طالبانو استخباراتو مسوول له ۳ تنو وسله والو سره یوځای وژل شوی دی.
د ایکنا راپور له مخې، د محور نیوز نه په نقل، ځایي چارواکي وایی، د افغانستان ځانګړو ځواکونو د چهار شنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۷ د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د دې ولایت د استخباراتو مسول ملا احمد له ۳ نورو وسله والو سره وژل شوي دی.
د دغې سرچینې د خبر پر اساس، د طالبانو د استخباراتي مسول مولوي احمد په وژل کیدو سره به په یاد ولایت کې د دښمن لیکې کمزورې شي.
د ځایي نظامي چارواکو له قوله د فبرورۍ میاشتې له پیله تر دې مهاله د امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۹ طالب جنګیالي وژل شوي دي.
طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
هلمند د افغانستان په سویل کې پروت ولایت دی چې په دې ورستیو کې یې له مرکز او ولسوالیو څخه د نا امنیو را پورونه ورکول کیږي.
captcha