IQNA

د روهینګیایی کډوالو سره د ۶۰ ملیونه امریکایی ډالر مرسته

21:59 - February 19, 2019
د خبر لمبر: 3481968
نړیواله ډله: د امریکا متحده ایالات په بنګلادېش کښې د روهینګیایی کډوالو سره د ۶۰ ملیونه ډالرو مرستې خبر ورکړی.

د ایکنا راپور له مخې، د UNA خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، امریکا تېره ورځ ، په بنګلادېش کښې د روهینګیا کډوالو لپاره د ملګرې ملتونو سازمان او امریکې سره ګډ پروګرام شورو کېدو سره د ۶۰ ملیونو ډالرو مرستې اعلان وکړو.
دا مرسته د بشري ملګرتیا سره د کمپونو جوړول، خوراک څښاک، څښلو ابو، تعلیم او روزنې، ټولنیزه ستونزو او سلامت ته شامل ده.
له ۲۵ جون ۲۰۱۷ نه د میانمار د پوځ او افراطی بودائیانو د میانمار په راخین ولایت کښې د روهنیګیا مسلمانانو باندې په بریدونو کښې له شپږ زرو نه زیات روهینګیایی مسلمانان وژلې، اته زره نه زیات کسان ژوبل او تر یو ملیونه کسان یی بې کوره کړي دي.
د ملګری ملتونو سازمان له دې نه مخکښې د میانمار پوځ په میانمار کښې د نسل وژنې عامل او د نړۍ ترټولو بد پوځ ټاکلې دی.
http://www.iqna.ir/fa/news/3790671

captcha