د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو ویبپاڼې نه په نقل، د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان د بلوچستان صوبې په چمن سرحدي سیمه کښې په یو موټر سایکل کښې د ایښودل شویو موادو چاودنه سبب شوه چې د په خوا کښې یې د روان ریل ګاډي څو ډبۍ له پټلۍ ووځي او همداشان په دغې صوبې کښې د ریل ګاډو د تګ راتګ پروګرام تر اغیزې لاندې راغی.
د پاکستان پولیسو وویل: د دې چاودنې له امله چې نن سهار د جعفر ایکسپریس مسافري اورګاډي د پټلۍ او د بسونو د اډې په خوا کښې وشوه، لږترلږه پنځه تنه زخمي شول.
د دې چاودنې پړه لا چا نه ده منلې.
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i80725