IQNA

امریکا ځواکونو د هلمند له پوهنې ریاست سره ۲ لکه ډالره مرسته وکړه

10:33 - March 06, 2019
د خبر لمبر: 3482003
نړیواله ډله: امریکا ځواکونو له هلمند پوهنې ریاست سره د څه باندي ۲ لکه ډالرو مرسته وکړه.
د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه نیوز ویبپاڼې http://talwasa.af نه په نقل، د هلمند پوهنې رئيس محمد داود شاه صفاري وايي څه موده وړاندي یې په هلمند کې د میشتو امریکایي سمندري ځواکونو د ملکي برخې مشاورت ته د دې ولایت د پوهنې په برخه کې د ۲۰ ښوونځیو سره د مرستو ترسره کولو پروپوزل وړاندي کړ، چې په ازمایښتي ډول د هغوی له لوري د ۱۰ ښوونځيو سره د مرستو ترسره کولو لړۍ پيل شوه.
ښاغلی صفاري وايي چې د سمندري ځواکونو د ملکي برخې له لوري د مرستو پدې چوپه کې چې ټولټال ارزښت یې ۲۱۲۰۰۰ امریکايي ډالر کیږي، د زده کوونکو لپاره ۷۲۰ جوړې میزونه او چوکۍ ، ۲۵۰۰ مترمربع فرش، د  ۱۰۱۰۴ زده کوونکو لپاره کتابچې،بستې ، قلمونه، د اوبو جیکونه او بیلابیل نور توکي شامل دي.
د هلمند پوهنې رئیس محمد داود شاه صفاري همدارنګه زیاتوي ددغو مرستو په ترسره کولو سره به په ښوونځیو کې د زده کوونکو درسي بهیر پياوړی شي او  زده کوونکي به له ګڼو سهولتونو څخه برخمن شي.


captcha