IQNA

داسلامی نړۍ او بشریّت ضددریځونه درسته نړۍګواښی

22:08 - March 23, 2019
د خبر لمبر: 3482046
نړېواله ډله: دترکیې  ولسمشر  رجب طیب اردوغان  په استانبول کې د اسلامی ملګرتیا موسسې په بیړنۍ ناستې کې پخپلې ویناکې  ټینګار کړی
د ایکنا راپور له مخې، د پشتو تهران راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دترکیې  ولسمشر  رجب طیب اردوغان  په استانبول کې د اسلامی ملګرتیا موسسې په بیړنۍ ناستې کې پخپلې ویناکې  ټینګار کړی ، دغه موسسه باید  له اسلام سره  دمقابلې د بهیر  او دهغو مسئلو  په  وړاندې چې  اسلامی نړۍ  او دبشریّت راتلونکی ګواښی ، چپه خوله پاتې شی .
  رجب طیب اردوغان  چې هیواد ئې  د اسلامی ملګرتیا موسسې  پړاویزه مشری هم په غاړه لری ، وئیلی ،  له ملګروملتو وروسته،داسلامی ملګرتیا موسسه   ترټولو ستره نړیواله موسسه ده  او  له دغو ګواښونو سره دمقابلې لپاره  باید  دعمل نوښت ترلاسه کړی،ځکه د دغې موسسې اصلی موخه  داسلامی نړۍ  دترټولو  مهمو موضوعګانو چې په سر کې ئې  دقدس موضوع ده ارزول دی .
http://parstoday.com/ps/news/world-i81070
captcha