IQNA

په پاکستان کښې د شعبان اخترونو جشنونه پيل کېږي

22:09 - April 07, 2019
د خبر لمبر: 3482074
نړیواله ډله: د اهل بیت علیهم السلام منونکو په شتون کښې د شعبان اخترونو جشنونه د پاکستان کویټه ښار په جومات کښې بیل کېږي.

د ایکنا راپور له مخې، د پاکستان نه، دا مراسم له ۱۷ فروردین نه د کویټه ښار په جومات کښې شورو کېږي چې بېلابېل پروګرامونه به لرې.
دا جشنونه د اهل بیت علیهم السلام مینه والو او ځوانانو په همت سره پیل کېږي او تقریر، منقبتونه، د اهل بیت علیهم السلام د شاعرانو له اړخه شعرونه وړاندې کولو پروګرامونو سره به ترسره کېږي.
د کویټه په سید آباد، نچاری او امام رضا علیه السلام په امام باړو، علمدار اکاډمۍ، خاتم الانبیاء جومات او بیت الاحزان امام باړه کښې د شعبان دغه جشنونه پيل کېږي، د اهل بیت علیهم السلام مینه والو او منونکو نه په دغه جشنونو کښې د ګډون لپاره دعوت شوې دې.
یادښتونه: دریم شعبان(۲۰ فروردین) د امام حسین علیه السلام زوکړه، څلورم شعبان(۲۱ فروردین) د حضرت عباس علمدار علیه السلام زوکړه او په پنځم شعبان(۲۲ فروردین) د حضرت امام سجاد علیه السلام زوکړه ده او دې مناسبتونو سره د پنځلسم شعبان مناسبت چې د امام مهدی عج الله تعالی فرجه الشریف زوکړې په ورځ هم د شعبان د اختر جشن مشهور دې.
 http://iqna.ir/fa/news/3801096
captcha