د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو پښتو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د پاکستان حکومت په نزدې راتلونکي کښې د ایراني سیلاب ځپلو لپاره د دوو سي-۱۳۰ ډوله الوتکو له لارې د انساندوستانه مرستو د رالیږلو په اعلان سره، د امریکې حکومت د دغو مرستندویه جوپو په انتقال کښې د ځنډ وجه وبلله.پرون د ایراني سیلاب ځپلو په هکله د پاکستان د وزیراعظم عمران خان له ټویټ وروسته په پاکستان کښې د مرسته رسونې او د مرستندویه جوپو د لیږلو کار زیات شوی دی.
د امریکې حکومت چې د ډیموکراسۍ او د نړۍ د هیوادونو له خلکو د ملاتړ ادعا کوي، د ایران په مختلفو سیمو کښې له سخت سیلاب سره هم مهاله یې د نړۍ له نورو هیوادونو څخه یې ایران ته د ولسي مرستو د رارسیدو مخه نیولې ده چې دې کار له تهران سره د واشنګټن دښمني ټولو ثابته کړه.
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i81421