IQNA

د انقلاب معظم رهبر سره د قرآن نړیواله مقابلو ګډون کوونکو سره کتنه

22:45 - April 15, 2019
د خبر لمبر: 3482098
مقابلو ډله: د جمهوری اسلامی ایران قرآن نړیواله مقابلو ایرانی او بهرني ګډون کوونکو د اسلامی انقلاب معظم رهبر سره کتنه وکړه.
د ایکنا راپور له مخې، د تېرو کلونو شان دې کال هم د جمهوری اسلامی ایران نړیواله مقابلو ګډون کوونکو د اسلامی انقلاب معظم رهبر سره نن ۲۶ فروردین باندې سهار ۱۰ بجې په امام خمیني حسینیه کښې د چارواکو، قاریانو، حافظانو او ... سره کتنه وکړه.
دا مراسم د قرآن کریم چینل او د قرآن معارف راډیو او سینما نه په ژوندۍ توګه خپور شو او ټول تلاوتونه او مراسم هم د ایکنا یو شمېر رسانه ای برخو او د iqnanews ویبپاڼې او اینسټاګرام نه خپور شو.
د هر کال په شان، یو شمېر رتبه ترلاسه کوونکو، قاریانو او حافظانو سره پروګرام شورو شو، د ولی فقیه غړې او د هیواد د خیریه چارو او اوقاف سازمان مشر د کوربه په توګه د دغه مقابلو راپور وړاندې کړو او په اخیره کښې د انقلاب معظم رهبر خپل بیان وړاندې کړو.
یادښتونه، جمهوری اسلامی ایران نړیواله مقابلې له ۲۱ نه تر ۲۵ فروردین پورې د لویو کسانو په (قرائت او د ټول قرآن کریم حفظ) برخه کښې، د محصلانو هلکانو په (قرائت او د ټول قرآن حفظ) برخه کښې، او د زړه روښانه کسانو د ټول قرآن کریم په حفظ برخه کښې د امام خمیني ره په مصلا کښې ترسره شوي، همدارنګه د نجلیو او ښځو(د ټول قرآن حفظ) مقابلې د تهران په همای هوټل کښې د دینی طالب علمانو مقابلې او په قم کښې د قرآني څېړنو نندارتون هم پيل شو.
http://iqnanews.ru/fa/news/3803478
captcha