IQNA

ترهګر او د هغوي ملاتړي د مسلمانو هیوادونو له دوستۍ ویریږي

12:01 - April 20, 2019
د خبر لمبر: 3482105
نړیواله ډله: محمد جواد ظریف: ترهګر، تندلاري او د هغوي ملاتړي په خپلو کښې د مسلمانو هیوادونو د اړیکو له نزدې کیدو سخت ویریږي.

 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په پاکستان کښې د وړمې ورځې ترهګرې حملې په غندلو سره ټینګار وکړ چې ترهګر د مسلمانو هیوادونو د اړیکو له نزدې کیدو ویره لري.

د ایرنا د خبر له مخې محمد جواد ظریف بیګا په خپل ټویټري پیغام کښې په پاکستان کښې د وروستۍ ترهګرې حملې په غندلو سره ولیکل: ترهګر، تندلاري او د هغوي ملاتړي په خپلو کښې د مسلمانو هیوادونو د اړیکو له نزدې کیدو سخت ویریږي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر له ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کښې د تهران او اسلام آباد په ملګرتیا باندې په ټینګار سره وویل: ایران تل د پاکستان د خلکو او حکومت ترڅنګ ولاړ دی.

ظریف هم دا شان ایران ته د پاکستان د وزیراعظم عمران خان د راتلونکي سفر په هرکلي سره، دغه سفر د دواړو هیوادونو د اړیکو په ژورتیا او پراختیا کښې د بدلانه یو پيچومی وباله.

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند سید عباس موسوي هم د پاکستان د بلوچستان صوبې وروستۍ ترهګره پیښه سخته غندله او د پاکستان له ولس، حکومت او پوځ سره یې خواخوږي څرګنده کړه.

د ویلو ده چې تیره پنجشنبه نامعلومو بریدګرو د پاکستان د بلوچستان صوبې د ګوادر سیمې په خواوشا کښې په یو بس باندې ډزې وکړې او په کښې سپاره ۱۴ کسان یې ووژل.

BRAS ډله چې د بلوچ آزادي غواړی پوځ، د بلوچستان د آزادۍ جبهه او بلوڅ محافظ ځواکونه په نوم له دریو غیرقانوني ډلو جوړ ائتلاف دی، په یوه خبرپاڼه کښې د بلوچستان صوبې د (مکران-ګوادر) په لویه لاره د وړمې ورځې د ترهګر اقدام پړه منلې ده.

بریدګرو چې د پاکستان د سرحدي ځواکونو یونیفارم یې اغوستی و، یو مسافر وړونکی بس ودروه او له ځان سره د لرونکو معلوماتو له مخې یې ۱۴ کسان له ګاډي کوز کړل او چلماري یې کړل. د سیمه ایزو سرچینو له مخې، په وژل شویو کښې ۱۰ تنه د پاکستان د سمندري ځواک او یو تن یې د هوايي ځواک کارکونکی دی.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي او وزیراعظم عمران خان هم دغه ترهګره حمله په کلکه غندلې ده.

http://parstoday.com/ps/news/iran-i81618

captcha