IQNA

تورخم کې د ۱۳۵میلیونه افغانیو د فساد مخه ونیول شوه

11:24 - April 23, 2019
د خبر لمبر: 3482111
نړیواله ډله: د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وایي چې په تورخم ښارګوټي کې یې دفساد مخنیوی کړی.د
د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه پښتو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وایي چې په تورخم ښارګوټي کې یې دفساد مخنیوی کړی.هغه وویل چې په تېرو څلورو ورځو کې یې ۴۵۰۰عرادې د سوداګریزو توکو بار موټرې یې له تورخمه اړولي او په دې توګه یې د ۱۳۵میلیونه افغانۍ د فساد مخه نیولې.
والي وایي چې په تورخم کې یوشمېر ټولنې او د سیمې خلک له موټرو پیسې اخیستې او په دې توګه یې هلته موټرې په غیرقانوني توګه درولې.
د ننګرهار والي وویل چې که وروسته له دې هرې ټولنې له موټرو پیسې اخیستې نوڅارنوالۍ ته به یې معرفي کړي.
د ننګرهار ګمرک رئیس محمد عمر مومند وایي چې د تېر کال په پرتله سږکال د سوداګرۍ په چارو کې ۵سلنه کموالی راغلی خو سږني عایدات یې ۲۳سلنه ډېر شوي دي.
د ننګرهار سوداګر بیا د ولایتي ادارې له تازه اقدامه هرکلی کوي وایي چې دخلکو لپاره یې لویه ګټه اړولې ده.
د ننګرهار یوتن سوداګر حاجي تورملنګ وایي چې دولس لپاره یوه لویه لاسته راوړنه اوګټه ده چې په تورخم کې له سوداګریزو موټرو پیسې وانخیستل شي.
په تورخم کې لویې موټرې د دې لپاره درول کېدې څو د پیسو به بدل کې له پولې هغې غاړې ته واوړي چې د چارواکو پر وینا په دې فسادکې پاکستاني پولیس هم دخیل وو.
http://talwasa.af/2019/04/22
captcha