د ایکنا راپور له مخې، د جاکارتا پست نه په نقل، د لرغونې خطي آثارو نندارتون کښې ترټولو لرغونې چاپی قرآن د پالمبانګ په جومات کښې وړاندې کوې.
دا قرآن چې په کال ۱۸۴۸ کښې د لومړۍ چاپ خانه په دغه سیمه کښې جوړېدو نه ورستو، په اندونیزیا باندې د هلند سلطنت په دوران کښې چاپ شوې دې، او کارپوهان هغه تر ټولو لرغونې چاپ شوې قرآن کریم د آسیا په شرق کښې ګڼلې.
د ادبیاتو پوهان احمد سبحان وایئ: د وړاندې شوې آثارو مجموعه په دغه نندارتون کښې په ګوته کوې چې دغه سیمه په تېرو پېړو کښې زیات کلتوری بدلونونه شوې دې.
هغه زیاته کړه: د اندونیزیا بیت القرآن تاریخان دغه چاپ شوې نسخه په آسیا شرق جنوب کښې په کال ۱۸۴۸ کښې ګڼلې. د قرآن دغه نسخه ثابت کوې چې پالمبانګ په دغه سیمو کښې لومړي نقطه ده چې د چاپ صنعت یی لرلو.
سبحان ادامه ورکړه: تراوسه دوه اصلی نسخې له دغه قرآن نه پاتې شوې دې، یو له دغه نسخو نه د عبدالعظیم امین شخصي ده او دویمه نسخه د پالمبانګ د سلطان دویم محمود بدرالدین په موزه کښې مو ترلاسه کړې ده.
یادښتونه: پالمبانګ د اندونیزیا اووم ستر ښار دی او یو ملیون او ۵۰۰ زره نفوس لري.
http://iqna.ir/fa/news/3806086