IQNA

د سولې مشورتي لویه جرګه د ۳۲۰۰ کسانو په ګډون پیل شوه

23:32 - April 29, 2019
د خبر لمبر: 3482126
نړیواله ډله: د دې جرګې ۳۰ سلنه یې ښځې دي. د دې جرګې ګډونوال به سولې ته د رسیدو څرنګوالي په اړه افغان حکومت ته مشورې ورکوي. ګډونوالد ملي شورا او ولایتي شورا غړي او د ولسوالیو استازي دي.

د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه ویبپاڼې نه په نقل، د سولې مشورتي لویه جرګه نن له ټول افغانستان څخه د ۳۲۰۰ کسانو په ګډون پیل شوې ده.د دې جرګې ۳۰ سلنه یې ښځې دي. د دې جرګې ګډونوال به سولې ته د رسیدو څرنګوالي په اړه افغان حکومت ته مشورې ورکوي. ګډونوالد ملي شورا او ولایتي شورا غړي او د ولسوالیو استازي دي.
همدارنګه وزیران، د سترې محکمې غړي، لوی څارنوال د رایې له حق پرته د ناظرینو په توګه پکې ګډون کولی شي.
 مدني فعالان، سیاسي او مذهبي څېرې هم د دې جرګې ګډونوال دي. د ملي یوالي حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله دا جرګه تحریم کړې ده.
 د عبدالله سر بیره، غلام فاروق نجرابي، حکیم تورسن، نورالحق علومي، احمد ولي مسعود، محمد حنیف اتمر، فرامرز تمنا، شیدا محمد ابدالي، محمد شهاب حکیمي، رحمت الله نبیل، عنایت الله حفیظ، محمد ابراهیم الکوزی و نورالرحمان لیوال له هغو ولسمشریزو نوماندانو دي چې له دې جرګې سره یې پریکون اعلان کړی.
http://talwasa.af/2019/04/29/
captcha